شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستانفدایي: کرزی د افغانستان د مشرتابه د بحران تشه ډکولای شي

فدایي: کرزی د افغانستان د مشرتابه د بحران تشه ډکولای شي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستۍ مرکې په غبرګون کې ویلي، چې کرزی کولای شي د افغانستان د اوسني بحران، په ځانګړي ډول د مشرتابه او رهبرۍ د بحران تشه ډکه کړي.

فدایي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له ټولو افغان سیاستوالو هیله لري د کرزي ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «سل دې ومره، خو د سلو سر دې مه مره.»

فدایي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې هغه تر دې وړاندې هم له کرزي غوښتي وو چې د افغانستان د روانې کشالې د پای ته رسولو او ملي اجماع لپاره هڅې وکړي.

فدایي خبرداری ورکړی چې که سیاستوال د کرزي ملاتړ ونه کړي، ښايي یوه ورځ د دې کار سخت ارمان وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here