د افغانستان کرکټ غوره لیګ د دویم پړاو د لوبغاړو د ټاکلو بهیر تېره شپه پای ته ورسېد؛ خو د یو شمېر افغان لوبغاړو نه انتخاب د لوبډلو پر معیارونو او د ډرافټ پر شفافیت نیوکې راپورته کړې دي.
له اته کلن ځنډ وروسته په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو ډرافټ ترسره شو. د شاوخوا ۱۵۰۰ غوښتونکو لوبغاړو له ډلې، د وروستي ۴۶۲ نوماندانو په لړ کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي، د نجیبالله ځدراڼ، ریاض حسن، طارق ستانکزي، وفيالله ترهخېل او نوید ځدراڼ په ګډون، په پنځو لوبډلو کې انتخاب نه شول.
د ملي لوبډلې لوبغاړي نجیبالله ځدراڼ د خپل نه انتخاب په غبرګون کې پوښتنه کړې، چې که د ملي کچې لوبغاړي په دغه سوداګریز لیګ کې د لوبېدو وړ نه وي، نو پر کوم اساس په ملي لوبډله کې لوبېږي؟
وفيالله ترهخېل هم د لوبغاړو د ټاکلو بهیر د وړتیا پر ځای د «شخصي انډیوالیو» پایله بللې ده. بلخوا، طارق ستانکزي د دغه وضعیت له امله له افغانستانه د وتلو پرېکړې ته زړه ښه کړی دی.
د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو په ډرافټ کې اکسیل یونایټډ کابل، کندهار واریرز، ننګرهار کاسمیک، بلخ او پکتیا پنځو لوبډلو خپل ترکیبونه د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په جذبولو بشپړ کړل.
په انتخاب شویو لوبغاړو کې د انګلستان، اسټرالیا، سریلانکا او ویسټ انډیز د مشهورو لوبغاړو ترڅنګ، راشد خان، عظمتالله عمرزی، ابراهیم ځدراڼ، رحمنالله ګربز او رحمت شاه د بېلابېلو لوبډلو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ د روان کال د ډسمبر په ۲۷مه پیل شي. د دغه لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې د بلخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسېدلی و.
د دویم پړاو د ډرافټ پر مهال د یو شمېر افغان لوبغاړو نه انتخاب او له ننګرهار لوبډلې څخه د رحمنالله ګربز د ایستلو په څېر پرېکړو د افغان کرکټ د څارونکو ترمنځ د لوبغاړو د انتخاب د معیارونو، شفافیت او روڼتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

