سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
Homeافغانستانشکېب: دا نه شو منلی چې پاکستان خپلې امنیتي اندېښنې پر افغانستان...

شکېب: دا نه شو منلی چې پاکستان خپلې امنیتي اندېښنې پر افغانستان د هوايي بریدونو لپاره توجیه وګرځوي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب وايي، افغانستان نه غواړي خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي، خو د پاکستان امنیتي اندېښنې هم باید پر افغان خاوره د هوايي بریدونو او پوځي اقداماتو لپاره د توجیه په توګه ونه کارول شي.

شکیب د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون په یوه وینا کې ویلي، که پاکستان له افغانستانه د خپلو مشخصو امنیتي اندېښنو په اړه د همکارۍ غوښتنه کوي، افغانستان هم غواړي خپلې امنیتي اندېښنې له پاکستان سره په مستقیم ډول مطرح کړي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ادعاوې باید مشخصې، دقیقې او له کره معلوماتو، مشخصو کسانو او شبکو سره تړلې وي.

شکیب همداراز ویلي، دواړه هېوادونه خپلې ملي ګټې لري او له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پاکستان پر وړاندې د دښمنۍ په معنا نه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here