چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeامنیتسېنټکام: د ایران پنځه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ مو ویجاړې کړي

سېنټکام: د ایران پنځه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ مو ویجاړې کړي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پنځه تېل ‌لېږدوونکې بېړۍ له منځه وړي دي.

د سېنټکام په وینا، دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د ایران سپاه‌پاسداران ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله یوه امریکايي جنګي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله هدف وګرځوله. د امریکا جنګي بېړۍ له بریدونو روغه وتلې او په سیمه کې یې خپلو ګزمو ته دوام ورکړی دی. په دغو بریدونو کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی ټپي شوی.

سېنټکام ویلي، څلور بېړۍ کاویز، شارماینر، هورایزن ۱ او ریسکو د عمان په خلیج کې او د دریا په نوم پنځمه بېړۍ د ایران خارک ټاپو ته نږدې په نښه او ویجاړه شوې ده.

د سېنټکام په وینا، د بېړیو عملې ته تر برید مخکې د بېړیو د پرېښودو امر شوی و.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې دغه بېړۍ د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې پټې شبکې برخه وې چې د سپاه پاسداران او د ایران د سیمه‌ییزو نیابتي ډلو د تمویل لپاره کارېدلې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here