دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeافغانستانسکاټ مېلر: له افغانستانه د وتلو څرنګوالي ډېر خپه او غوسه کړی...

سکاټ مېلر: له افغانستانه د وتلو څرنګوالي ډېر خپه او غوسه کړی یم

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال آسټین «سکاټ» میلر چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو وروستی قوماندان و، وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي ډېر ناراضه او غوسه و.

میلر د ABC News سره په تازه مرکه کې ویلي، پوهېده چې د امریکايي ځواکونو وتل به له ستونزو سره مل وي، خو د کابل سقوط او د امریکا د وتلو بهیر لا ډېر خپه او غوسه کړ.

نوموړي ویلي، د یوه پوځي په توګه یې یوازې د امریکا د حکومت تګلاره عملي کوله، خو د خپلو افغان ملګرو غبرګون ورته ډېر سخت و.

میلر زیاته کړې، د خپلو افغان دوستانو له نظره یې داسې احساس کاوه، «لکه ما چې له هغوی سره خیانت کړی وي.»

هغه دا څرګندونې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت له ABC News سره په مرکه کې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here