د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پراخو لاریونونو پر مهال ۱۵ کسان وژل شوي دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ۱۱ ملکي وګړي او ۴ امنیتي سرتېري شامل دي، چې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.
په دې نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.
راپورونه زیاتوي چې لسګونه زره لاریون کوونکي د کشمیر مرکز مظفرآباد په لور د نورو لاریونونو لپاره روان وو، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
د لاریونونو لامل دا بلل شوی چې د ځایي اسامبلۍ ۱۲ څوکۍ د کشمیري کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي، چې له امله یې خلکو پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

