یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeکورپاڼهد مصر محکمې سارا خلیفه د نشه‌يي توکو په قضیه کې د...

د مصر محکمې سارا خلیفه د نشه‌يي توکو په قضیه کې د مرګ په سزا محکومه کړه

د مصر یوې محکمې مشهوره تلویزیوني ویانده سارا خلیفه او ۱۱ نور کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق د یوې شبکې په قضیه کې د مرګ په سزا محکوم کړي دي.

د قاهرې محکمې د یکشنبې په ورځ د دغې قضیې پرېکړه اعلان کړه. پر محکومو کسانو تور دی چې د نشه‌يي توکو په قاچاق او وېش کې یې لاس درلود.

د مصر د قانون له مخې، د مرګ سزا تر عملي کېدو مخکې باید د هېواد ستر مفتي نظر هم واخیستل شي، او محکومان د پرېکړې پر وړاندې د استیناف حق لري.

سارا خلیفه په مصر کې د تلویزیوني پروګرامونو د وړاندې کولو له امله پېژندل کېږي. د هغې قضیه په مصر کې پراخ پام ځانته اړولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here