د طالبانو د حکومت مشر شېخ هبتالله اخوندزاده په یوه فرمان کې په څو ادارو او ولایتونو کې نوي ګومارنې کړي دي.
د فرمان له مخې، عبدالباري حقاني د فرامینو او مکتوبونو د تعقیب او څارنې د عمومي دفتر د رئیس په توګه، شمسالدین شریعتي د ارزګان د والي او عبدالرحمن کندزی د لغمان د والي په توګه ټاکل شوی دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو بدلونونو د دلیل په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

