شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: له ۱۰ زرو د ډېرو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو...

د طالبانو حکومت: له ۱۰ زرو د ډېرو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ مو کړی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۱۰ زره او ۹۳۰ یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاسنیوی او ملاتړ کړی دی.

مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ویلي، له دې ډلې ۵ زره او ۵۴۸ ماشومان په دولتي روزنتونونو کې ساتل کېږي. د هغه په وینا، په همدې موده کې ۷ زره او ۲۶۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره بېرته یوځای شوي او د ماشومانو اړوند ۱۳ زره او ۷۷۴ قضیې هم څېړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند په خبره، د ۴۲ همکارو مؤسسو په مرسته په ۲۰ ولایتونو کې له ۳۵۱ زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره خوراکي مرستې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې له ۲۳۷ زرو زیاتو کسانو ته نغدي مرستې او نږدې ۵۲ زره کورنیو ته غیرخوراکي مرستې هم رسېدلې دي.

د طالبانو حکومت وايي، د دغو پروګرامونو موخه د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو رسول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here