جمعه, سپتمبر 4, 2026
Homeافغانستاند امریکا د نشه‌يي توکو ادارې د پټې سرچینې له لارې د...

د امریکا د نشه‌يي توکو ادارې د پټې سرچینې له لارې د عبدالظاهر قدیر پر ضد عملیات کړي

‏د کینیا «Daily Nation» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) د عبدالظاهر قدیر پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له یوې محرمې سرچینې سره کار کړی و؛ هغې سرچینې له ۲۰۲۴ کال راهیسې له قدیر سره اړیکه درلوده.

‏د راپور له مخې، دغې سرچینې قدیر ته ځان د نشه‌يي توکو د نړیوالې شبکې د یوه غړي په توګه ورپېژندلی و او ورسره یې د هیروئینو او مېت‌امفېټامین د پېر او پلور خبرې کولې. د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د خبرو په دوام کې د وسلو د برابرولو موضوع هم مطرح شوې او د ټوپکونو، درنو ماشینګڼو، راکټ‌لانچرونو او لاسي بمونو په اړه خبرې شوې دي.

‏د ډیلي‌نېشن په راپور کې ویل شوي چې د دغو اړیکو په لومړني پړاو کې قدیر د سویلي افریقا په جوهانسبورګ کې د دوو کیلوګرامه مېت‌امفېټامین د سپارلو معامله کړې وه. د محکمې د اسنادو له مخې، د دې محمولې بیه ۱۴ زره ډالر ټاکل شوې وه.

‏وروسته خبرې پراخې شوې او د لویې کچې نشه‌يي توکو او وسلو د معاملې موضوعات مطرح شول. قدیر په دې باور و چې په نایروبي کې به د قاچاق یوې نړیوالې شبکې له استازو سره وویني، خو هغه کسان د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې له محرمې سرچینو سره همکار وو.

‏قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په نایروبي کې ونیول شو او له څه باندې یو کال حقوقي بهیر وروسته د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۰مه امریکا ته وسپارل شو، څو د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند له تورونو سره مخامخ شي.

‏قدیر تر اوسه په دغو تورونو محکوم شوی نه دی او د هغه مدافعین قضیه سیاسي بولي خو د پټو عملیاتو شواهد یې پر وړاندې تورونه تاییدوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here