شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeکورپاڼهجی‌ډي وېنس: که دجال زموږ په منځ کې وي، حیران به نه...

جی‌ډي وېنس: که دجال زموږ په منځ کې وي، حیران به نه شم

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس په یوه عیسوي پادکاسټ کې د نړۍ د پای او د «دجال» په اړه خبرې کړې دي.

وینس وویل، نه پوهېږي چې نړۍ دا مهال د پای زمانې ته نږدې شوې که نه، خو زیاته یې کړه چې «د نړۍ په اړه داسې شیان شته چې که دجال زموږ په منځ کې ګرځي، زه به پرې حیران نه شم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې هڅه کوي د پای زمانې پر موضوع ډېر تمرکز ونه کړي او پر خپلو دیني او ورځنیو مسؤلیتونو تمرکز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here