سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
Homeافغانستانجرمني ۲۲ نور افغانان هم کابل ته ولېږل

جرمني ۲۲ نور افغانان هم کابل ته ولېږل

د جرمني حکومت نن د سېپټمبر اوله ۲۲ نور افغانان هم د یوې چارټر الوتنې له لارې له لایپزیګ/هاله هوايي ډګر کابل ته لېږلي دي.

د جرمني چارواکو په وینا، په دې ډله کې هغه کسان شامل وو چې د وتلو قانوني مکلفیت یې درلود او یو شمېر یې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د اوسني حکومت د دورې له پیل راهیسې افغانستان ته د لېږل شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته ورسېد.

جرمني په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته په بېلابېلو جرمونو د تورنو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی او ویلي یې دي چې دغه بهیر به دوام ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here