یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeکورپاڼهجرمني فضا ته د توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

جرمني فضا ته د توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

د جرمني د Isar Aerospace فضايي شرکت «سپېکټرم» توغندی د ناروې له Andøya فضايي اډې په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شو او د اروپا د سوداګریزو فضايي ماموریتونو لپاره یې مهم پړاو ثبت کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه توغندي پنځه کوچنۍ سپوږمکۍ او یوه تخنیکي ازمایښتي وسیله له ځان سره لېږدوله. دا د اروپا له وچې مدار ته د یوه خصوصي شرکت د سوداګریز توغندي لومړنۍ بریالۍ توغوونه بلل شوې ده.

د دې توغندي بریالیتوب د اروپا لپاره ځکه مهم بلل کېږي چې اروپايي هېوادونه هڅه کوي د سپوږمکیو د توغولو په برخه کې پر خپلو وړتیاوو تکیه زیاته او له امریکا خپله فضايي اتکا کمه کړي.

اېسر اېرو سپېس شرکت تر دې مخکې هم د «سپېکټرم» توغندي د توغولو هڅه کړې وه، خو د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې هغه توغندی له توغولو لږ وروسته له ستونزې سره مخ او سمندر ته ولوېد.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here