د پاکستان د پارلمام پخوانۍ غړې او د پښتنو د حقونو فعالې بشرا ګوهر د پنجاب د اعلیٰ وزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې خیبر پښتونخوا خپله د ترهګرۍ قرباني ده او پر دې سیمه د پنجاب د ناامنۍ د سرچینې تور لګول ناسم دي.
ګوهر زیاته کړې: «موږ هم وژل کېږو او هم پر موږ تور لګېږي؟ دا څنګه ازادي ده؟»
هغې ادعا کړې چې د پاکستان دولت په خیبر پښتونخوا کې د مرګژوبلې، ویجاړۍ او پراخې بېځایه کېدنې پر وړاندې سترګې پټې کړې دي او د دې وضعیت لامل یې د دولت هغه پالیسۍ بللي چې د نوموړې په وینا، د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره د چلند پر بنسټ ولاړې دي.
مریم نواز تازه ویلي وو پنجاب ته د ګاونډي هېواد په پرتله له ګاونډیو صوبو د ترهګرۍ ګواښ زیات دی. د هغې په وینا، له دغو سیمو ترهګري پنجاب ته راځي.
بشرا ګوهر د طالبانو د وسلهوالو د بېرته ستنولو او مېشتولو په اړه د حسابورکونې او د حقیقت موندنې د کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

