د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د عرب سلیم په سیمه کې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې دوې ښځې وژل شوې دي. همداراز د نبطیه الفوقا پر سیمه په بل برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
دغو بریدونو په داسې حال کې دوام موندلی چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ تاوتریخوالی لا هم روان دی او د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

