دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeکورپاڼهګوتریش:په سیمه کې د یوې لویې جګړې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

ګوتریش:په سیمه کې د یوې لویې جګړې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې په سیمه کې د ټولو خواوو د جګړې رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې هغه په ​​بیروت کې د پیښو د زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه لري.

ګوتریش په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې بیروت کې د جګړې د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او زیاته کړې یې ده چې دا تاوتریخوالی باید ژر تر ژره له منځه یوړل شي.

ګوتریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د اسرائیل په بریدونو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here