کاپیسا کې یو تن په خپل شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی دی.
د یاد ولایت د طالبانو حکومت د معارف رییس محمد فرید حقاني وایي، چې د خالد بن ولید په نوم دا ښوونځی تېره پنجشنبه د نجراب ولسوالۍ په اهنګران سیمه کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
دا ښوونځی شپږ درسي خونې، د ادارې لپاره یو اتاق او نور امکانات لري چې یو میلیون او اته سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي.

