دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستانمحسن داوړ:د زیانمنو افغانانو پر وړاندې د ایران دا ډول وحشت ډېر...

محسن داوړ:د زیانمنو افغانانو پر وړاندې د ایران دا ډول وحشت ډېر دردونکی دی

د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د ایران په سراوان کې په افغانانو برید د بشریت ضد جنایت بللی.

محسن داوړ ویلي، چې د زیانمنو افغانانو پر وړاندې دا ډول وحشت، چې له ځور او شکنجې نه نورو هېوادونو ته پناه وړي، ډېر دردوونکی دی.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک هم دغه پېښه غندلې ده.

د یادونې ده چې دغې پېښې د ګڼو افغانانو او سیاسیونو غبرګونونه را پارولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here