د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
بلوڅ ویلي، طالبان دې یو دیموکراتیک حکومت ته د مشورو پرځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
هغې دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت ان دین غلط تفسیر کړی، چې له کبله یې د نجونو ښوونځي بند کړي او د زدکړو اجازه نه ورکوي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې د طالبانو حکومت د وعدو پر عملي کولو ټينګار کړی او وېره یې ښودلې هسې نه چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د پاکستان وروستي کړکېچ ته اندېښمن دي او هیله لري چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

