د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړیي استازیي زلمي خلیلزاد د وروستي جمهوریت په مشرانو او یو شمیر افغان سیاستوالو سخته نیوکه کړې.
نوموړي په خپل ایکسپاڼه لیکلي:« جمهوریت ستاسې د بې کفایتې له امله ړنګ شو، تاسې په حکومتولۍ، په مذاکرې او جګړې نه پوهیدئ»
نوموړي افغان سیاسیونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو طلایي چانس ستاسې د بې کفایتۍ له امله د لاسه ورکړ او تاسې افغانستان له خاورو سره خاورې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې جمهوري حکومت کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، هرځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله، له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.

