پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
Homeافغانستاند کندهار بزګرانو؛سږ کال شاوخوا ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر...

د کندهار بزګرانو؛سږ کال شاوخوا ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي

کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کرنې ریاست وایي د دې ولایت بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي.

د یاد رباست د کرنې ویاند محمد حنیف حقمل لویلي، چې یاده اندازه زعفران متحده عربي’ اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

د یادونې ده چې په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې تر بندېدو او د بزګرانو تر اندېښنو وروسته بزګرانو د زعفرانو کښت زیات کړی دی.

هېره دې نه وي چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې “د ښه خوند” جایزه هم ترلاسه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here