دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستاند مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو درې طالب سرتېرو ته مرګ...

د مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې یې درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی ډلې تېر ماښام په هرات کې د طالبانو د ښاري کشف د امر پر کنډک برید کړی، چې په نتیجه کې یې یاد امر وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

دوی دغه راز ویلي، چې په دې برید کې د دوی کسانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here