شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeافغانستاند مارشال عبدالرشید دوستم؛لور په انقره کې له پوهنتون څخه فارغه شوه

د مارشال عبدالرشید دوستم؛لور په انقره کې له پوهنتون څخه فارغه شوه

د ملي تحريک ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم کوچنۍ لور زلیخا دوستم د ترکیې له یوه پوهنتون څخه د طب په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

د ښاغلي دوستم عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د خپلې لور تر څنګ ولاړ دی.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې ویل کېدل، چې دوحه کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین لورګانې په قطر هېواد کې له پوهنتون څخه فارغې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پر افغان نجونو د طالبانو حکومت له لوري تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز لګېدلی او ډېری حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here