د طالبانو حکومت ریاست الوزرا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې پر علماوو غږ شوی، چې په هغو مناظرو او رسینزو بحثونو کې ونډه وانخلي چې خلک لار ورکي کوي او تشویشونه پیدا کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، علما دې له هغو بحثونو هم لاس واخلي، چې د بعضې خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.
دوی سپارښتنه کړې چې علما باید په رسنیو او سټیجونو کې هغه مسائیل بیان کړي، چې د عامو خلکو په کې د دنیا او اخرت ګټه وي.
دا خبرپاڼه وروسته تر هغې خپریږي، چې کابل کې په یو خصوصي ټلویزون کې طالب عالم په زغرده وویل چې د طالبانو په واکمني کې باید هیڅوک دا تمه ونه لري چې له شپږم ټولګي پورته به د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.

