دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستاند بښنې نړیوال سازمان:د ټولې نړۍ حکومتونه دې له طالبانو سره حساب...

د بښنې نړیوال سازمان:د ټولې نړۍ حکومتونه دې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي

د بښنې نړیوال سازمان د ټولې نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې راوړاندې شي او له طالبانو سره حساب‌کتاب وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې لویې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو مخه نه‌شي نیولای خو په پیاوړو اقداماتو دا کار ممکن دی.

د یادونې ده چې د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې د نجونو پر وړاندې شته بندیزونه له منځه یوسي.

دوی وایي چې طالبان بشري حقونه او د نجونو او مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here