د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ټرمپ غواړي، چې له وینې بهوونې پرته په چټکۍ سره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د دې لپاره دوه لارې شته، چې یوه یې اوربند او بله یې داسې امنیتي ترتیبات دي، ترڅو مسکو په راتلونکي کې د خپلې واکمنۍ له پراختیا منع کړي.
خلیلزاد د ټرمپ دا هڅه ستایلې او دا کار یې یو ګټور اقدام بللی دی.

