د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی.
یادې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په COP29 غونډه کې باید بیړني اقدامات وشي، تر څو هغه ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي چې له شدیدې تودوخې، د اوبو کموالي او وچکالۍ سره مخ دي.
د یادونې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیانمن شوی دی.

