د افغان ښځو یو شمیر افغان فعالانې چې مشري یې شبنم صالحي او سپوژمۍ اکبرزۍ کوي د مغرضو کړیو ضد او د افغان اتلانو په ملاتړ د اَظیسيسي او بریتانیا پارلمان په ګډون یو شمیر اړوندو ادارو ته د لیک استولو او ایکس سپیسونو له لارې د افغانستان د کریکټ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
میرمن اکبرزۍ په خپل ایکس پاڼې لیکلي چې افغان میرمنې د نارینه وو او ښځینه وو دواړو او د هیواد د ملي کرکټ ټیم لپاره د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوي.
هغې لیکلي:«د جنګسالارۍ او ویجاړونکي سیاست برعکس، موږ ښځې، په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د افغانستان ملاتړ وکړي، او په دې هېواد کې د جنسیتي توپیر د له منځه وړلو او په رسمیت پیژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
د بشري حقونو پخوانۍ غړې او د پوهنتون استادې شبنم صالحي بیا افغان لوبغاړي د خلکو ترمنځ د یوالي سمبول بولي او لیکلي چې د دوی تحریم کول هغه ملت منزوي کوي چې دمخه یې ستونزې زغملي دي.
صالحي لیکلي:«د افغان سپورټ ټیمونو په نښه کول افغانانو ته زیان رسوي، نه طالبانو ته، ددې پرځای راځئ د افغان میرمنو او مدني ټولنو د ملاتړ په زیاتولو تمرکز وکړو.»

