یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ترمذ ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي او ځمکني کوریډور تړون لاسلیک شوی.
سرچینو ویلي، چې دا د افغانستان په تاریخ کې دغه ډول لومړی قرارداد بلل کېږي.
د سرچینې په وینا، د دې کوریډور له لارې به د افغانستان مېوې او زراعتي محصولات اروپايي، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.
ویل شوي، دا تړون د بلخ د سیمهییزو طالب چارواکو، افغان سوداګرو او د ازبکستان د اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» به نور له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي.

