یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeکورپاڼهاسراییلي رسنۍ:روانه میاشت لبنان کې د حزب‌الله سره جګړو کې ۳۳ اسراییلي...

اسراییلي رسنۍ:روانه میاشت لبنان کې د حزب‌الله سره جګړو کې ۳۳ اسراییلي ځواکونه وژل شوي

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان په سویل کې د حزب الله په بریدونو کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۳۳ پوځیان وژل شوي دي.

د رېپوټ له مخې، دغه شمېر اسرائيلي پوځيان په روانه مياشت کې د لبنان د حزب الله او اسرائيلو ترمنځ په ځمکنيو نښتو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې ۱۴۳ فلسطینیان وژلي دي.

بل لورته په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسراییل په غزه کې بشري ناورین ته پام نه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here