اسرائیلو په لبنان کې ځمکني عملیات او بریدونه پیل کړل.
د اسرائیل پوځ ویلي، چې د لبنان له پولې سره یې ځمکني عملیات او د حزبالله پر ډلې یې د نن سه شنبې له سهار وختي بریدونه پيل کړي دي.
دوی دغه راز ویلي چې د حزبالله ځینې اهداف یې هم په نښه او له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په منځني ختیځ کې د یو لوی جنګ د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.

