د پاکستان د پارلمان پخواني رییس او د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي، اسد قیصر، ویلي چې د خیبر پښتونخوا اقتصادي راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی او دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
قیصر د خیبر پښتونخوا د امن جرګې په غونډه کې ویلي، پښتانه له افغانستان پرته ژوند نه شي کولای، ځکه د هغوی اقتصاد له افغانستان او منځنۍ اسیا سره تړاو لري.
هغه زیاته کړې چې طالبان هم باید د پاکستان د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان لپاره هم له پاکستان پرته اقتصادي پرمختګ اسانه نه دی.
قیصر ټینګار کړی چې سوداګریزې لارې باید بېرته پرانېستل شي او دواړه لوري دې له زغم او تفاهم کار واخلي.
هغه دغه راز ویلي، تر څو چې نړیواله سوداګري یوازې د کراچۍ له بندره کیږي، د پېښور صنعت به نه وده کوي او نه به وکولای شي د لاهور او کراچۍ له صنعتونو سره سیالي وکړي.

