سه شنبه, جولای 7, 2026
Home Blog Page 908

نانسي فایزر:ښایي برلین له سوریایي کډوالو خپل ملاتړ کم کړي

0

د المان د بهرنیو چارو وزیره نانسي فایزر وایي، ښایي برلین له سوریایي کډوالو خپل ملاتړ کم کړي.

نوموړې وایي، هغه کسان چې د المان ټولنه کې په ښه ډول مدغم شوي، کولای شي، چې پاتې شي.

د فایزر په خبره، سوریه کې وضعیت ښه شوی او دوی کولای شي چې خپل هېواد ته ولاړ شي.

المان تر دې وړاندې ویلي وو، چې په دغه ټولنه کې مدغم شوي سوریایي وګړي د خپلې خوښې څښتنان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي بریدګر په اړه معلومات خپاره کړل

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو په تربت ولسوالي کې پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي بریدګر هویت څرګند کړ.

یادې ډلې ویلي، دغه کس بهار علي نومېده، چې په کاروان مشهور وو.

یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، بهار علي د تربت اوسېدونکی وو، چې په ۲۰۱۷ کال کې له دغې ډلې سره یو ځای شوی وو.

هغه په ۲۰۲۱ کال کې د مجید بریګیډ ډله کې د ځانمرګو لیست کې نوم لیکلی او زدکړې یې ترلاسه کړې وې.

د یادونې ده چې نوموړي تېره ورځ تربت کې د پاکستاني پوځیانو پر بس برید وکړ، چې نږدې پنځوس تنه یې ووژل.

حنیف اتمر:د ډیورنډ فرضي کرښې منونکي د ولس هیڅ ملاتړ نه لري

د تیر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې لاسلیک‌کوونکي او هغه کسان چې د هر دلیل له مخې یې مني، دا حق له پامه غورځولی چې فرضي کرښه د ملت حق دی؛ نو ځکه دوی د ملت د ارادې له مشروعیت څخه برخمن نه دي.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د نورو ملتونو بریالیو تجربو ته په پام، زموږ خلک به خپله مشروع مبارزه د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره د ولس د آزادو رایو پر بنسټ مخته یوسي.

نوموړی زیاتوي چې ‏د یوه ملت د خاورې برخلیک یوازې او یوازې هماغه ملت پورې تړاو لري.

طالبانو ته د استاد سیاف کنایه؛د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که دا نه لرې لارې مه وهه

جهادي مشر شیخ القران والحدیث استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ډول لیکلي، د اسلام دین د سړیتوب دین دی، که سړیتوب ونه لرئ اسلام ته د خدمت لاپې مه وهئ.

دغه جهادي مشر وخت ناوخته د طالبانو په اسلام ضد پالیسو او انحصار نیوکې کړي دي.

کمال ناصر اصولي:د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د حفیظ منصور دریځ د هغه شخصي نه؛ بلکې د دوی د ډلې نظر دی

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د حفیظ منصور د څرګندونو په اړه ویلي، چې دوی ته د هېواد ملي ګټې هسې خبرې ښکاري.

د هغه په خبره، دوی ته خپل غل د افغانستان له حقیقي اشخاصو غوره ښکاري.

نوموړی زیاتوي، د ډیورنډ فرضي کرښه دوی ته هیڅ فرضي کرښه نه ښکاري او دا دریځ د دوی د شخص نه؛ بلکې د ټولې ډلې نظر دی.

د اصولي په خبره، د دوی له جبهو سره همکاري کول له افغانانو سره خیانت دی.

د اسرائیل لوی درستیز؛خپل پوځ ته د تیارسئ امر کړی

0

د اسرائیل لوی درستیز هرتز هالوي خپل پوځ ته د تیارسئ امر کړی.

نوموړي ویلي، داسې ښکاري، چې ایران یو وار بیا پر اسرائیل برید وکړي.

ّدا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د سوریې نظام له سقوط، پر ایران د بندیزونو، د دغه هېواد د اسعارو ارزښت راټیټېدو او ګڼو نورو ستونزو له کبله ایران په یو سخت وضعیت کې دی.

اسرائیل ټایمز ویلي، چې دمګړی د اسرائیل پوځ بېلابېلو سناریوګانو ته چمتووالی نیسي.

ننګرهار خوږیاڼي؛عامو خلکو دوه جسدونه موندلي او وروسته یې طالبانو ته سپارلي دي

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دوه جسدونه پیدا شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، دا جسدونه د خلکو له لوري پیدا شوي، چې وروسته ځایي طالبانو ته تسلیم شوي دي.

تر اوسه د دغو جسدونو هویت نه دی معلوم شوی.

د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

بلنکېن:له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو نړۍ کې زمونږ موقف پیاوړی کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې په نړۍ کې د امریکا موقف نور هم پیاوړی کړی.

نوموړي نیویارک ټایمز سره خبرو کې ویلي، چې بایډن د امریکا د تاریخ اوږده جګړه پای ته ورسوله.

هغه د افغانستان په اړه د امریکا سیاستونو ته په اشارې ویلي، چې د افرادو په ادلون بدلون سره په دغو سیاستونو کې کوم تغییر نه راځي.

د یادونې ده، چې ټرمپ بیا تل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تللو پر څرنګوالي نیوکه کړې.

امنه محمد:د اسلام په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمنه یم

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع ته د اسلام د چوکاټ په رڼا کې ژمنه پاتې کېږي.

نوموړې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو محدودیتونه لا هم دوام لري.

هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه لا هم د دوامداره بریدونو سره مخ دي.

ایراني چارواکي:۷۰۰ افغان متخصص ډاکټران ایران کې فعالیت کوي

ایران وایي، په دغه هېواد کې نږدې ۷۰۰ افغان ‌متخصص ډاکټران په کار بوخت دي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز رییس ویلي، ځینې افغان کډوال چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خدماتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې یې د اړینو خدماتو کارتونه ترلاسه کړي.

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې اوس مهال ایران کې د افغان کډوالو وضعیت تر ټولو سخت حالت ته رسېدلی دی.