دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 866

هند او هسپانیې؛د پوځي الوتکو د تولید فابریکه پرانیسته

0

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي‌ او هسپانوي سیال یې پېدرو سانچز نن د هند د پوځي الوتکو د تولید لومړنۍ شخصي فابریکه پرانيسته.

دغه فابریکه د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې موقعیت لري.

په تېرو ۱۸ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د هسپانیې یو مشر هند ته سفر کوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، چې نوې پرانيستل شوې فابریکه د هسپانیې د ایربس په همکارۍ به (سي ۲۹۵) ایربس پوځي ترانسپورتي الوتکې تولیدوي او دغه تولیدېدونکې پوځي الوتکې به د هند د هوایي پوځ په واک کې ورکول کېږي.

د مصر ولسمشر؛غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی

0

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي‌ پرون په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی.

د ښاغلي السیسي د دغه وړاندیز په یوه برخه کې راغلي چې یوشمېر برمته شوي اسرایلیان له فلسطیني بندیانو سره تبادله شي چې بیا “یوه بشپړ اوربند” ته زمینه برابره شي.

السیسي په قاهره کې خبریالانو ته ددغه اوربند په اړه معلومات ورکړي، خو دا یې نه‌ دي ویلي چې دا پلان یې د جګړې اصلي لوریو اسراییل او حماس ته سپارلی او که نه.

ګلبدین حکمتیار:پر ایران د اسرائیلو یرید ناکام وو

د اسلامي حزب امیر ګلبدین حکمتیار پر ایران د اسرائیلو برید ناکام بللی.
ښاغلي حکمتیار ویلي تل ابيب له ډیرو لافو او دروغ وروسته پر ایران ناکام برید وکړ، او ویی نشو کړای خپل تللی حیثیت ترلاسه کړي.
د حزب اسلامي مشر ویلي اسرائیل د لویدیځ او امریکا له ملاتړ پرته د ځان دفاع هم نه شي کولای.
نوموړي لیکلي، چې تل ابیب د جنون حد ته رسیدلې او په منځني ختیځ کې د بې ګناه خلکو په وژلو خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان دغه جهادي مشر پر اسرائیلو د ایران برید بریالی بللی او لیکلي چې د ناټو د دریو هیوادونو د ملاتړ سره بیاهم ایران خپل اهدافو ته رسیدلی

زلمی خلیلزاد:افغان ولس ته دې تاریخې بریا مبارک وي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ابدالیانو له لوري د اسیا جام سیالیو د پای لوبې ګټلو مبارکي ورکړې.

هغه ویلي، دا بریا دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.

د یادونې ده چې افغان ابدالیانو د اسیا د ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله او د پخواني جمهوري حکومت د ګڼ شمېر چارواکو په ګډون یو شمېر طالب چارواکو د شیخ هبت الله اخوندزاده د مخالفت سره سره هېوادوالو ته ددغې بریا مبارکي ورکړې ده.

د شیخ هبت الله د خوښې خلاف؛یو شمیر طالب چارواکو د کرکټ د بریا مبارکې ویلې

له کرکټ سره د شیخ هبت‌الله اخندراده له مخالفت سره ـ سره یو شمېر طالب مشرانو هېوادوالو ته د کرکټ د بریا مبارکي ورکړې.

د طالبانو حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله ایکس‌پاڼه د افغان ابدالیانو د بریا مبارکي ته لیکلي”د افغان ابدالیانو ستره او تاريخي بریا مو مبارک شه.
افغان ابدالیانو اتلانو د لومړي ځل لپاره د اسیا جام د سیالیو پایلوبه وګټله او دا تاریخي اتلولي یې پخپل نوم کړه. په نورو میدانونو کې هم د اتلولیو لپاره لاس په دعا یم.”

د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.

د جمهوري حکومت؛ګڼو چارواکو د کرکټ په بریا خوښي څرګنده کړې

‏د افغانستان د وروستي جمهوریت مشرانو د کرکټ پر بریا خوښي ښودلې او افغان ولس ته یې مبارکي ویلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار، د ملي دفاع پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل، د ننګرهار پخواني والي ضیاء الحق امرخيل، د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف او ګڼو چارواکو د کریکټ پر بربا خوښې ښودلې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دري ژبه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«پیروزی شیرین و به‌یادماندنی تیم ملی الف کرکت ⁧‎#افغانستان⁩ در بازی فاینل ⁧‎#ایمرجینگکپآسیا⁩ در مقابل ⁧‎#سریلانکا⁩ و کسب قهرمانی این مسابقات را به همه هموطنان عزیز به‌ویژه بازیکنان کرکت کشور تبریک میگویم»

د ملاهبت الله د خوښې خلاف؛ملا عبدالسلام ضعیت د کرکټ د اتلولۍ مبارکي ورکړه

پداسې حال کې چې د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د کرکټ لوبې له مخالفانو څخه دی، خو پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو له لورې د اسیا ایمرجینګ اتلولۍ مبارکي ورکړې.

ښاغلي ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:” مبارک د سریلانکا په وړاندې د افغانستان بریا د اول ځل لپاره افغانستان د اسیا جام خپل کړ.”

د یادونې ده چې افغان آبدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا ایمرجینګ سیالیو اتلولي وګټله.

منظور پښتین:افغانانو ته په هر ډګر کې د بریا غوښتونکی یم

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین افغان ابدالیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ افغان ولس ته په ټولو برخو کې د بریا هېله کړې.

ښاغلي پښتین چې په افغانستان کې د روان وضعیت څخه خوشاله نه برېښي او وخت ناوخته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د اصلاحاتو او بدلونونو غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اسیا اتلولي وګټله.

انتوني ګوترېش:غزه کې جګړه د ټولو بشر دوستانه اصولو خلاف روانه ده

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش یو وار بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې.

ښاغلي ګوترېش ویلي، هلته جګړه د ټولو بشردوستانه اصولو خلاف روانه ده.

هغه زیاته کړې، ټول بندیان باید په غیر مشروط ډول ازاد شي.

د یادونې ده چې انتوني ګوترېش تر دې وړاندې هم څو ځله په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې، چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

نتنیاهو:ایران کې یې ټول اهدف په نښه کړي او برید یې بریالی وو

0

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، پر ایران یې هدفمند بریدونه ترسره کړي او ټول اهداف یې له منځه وړي دي.

هغه ویلي، ایران پر دوی برید کې ماتې وخوړه؛ خو دوی ځکه بریالی برید وکړ، چې ټول اهداف یې په نښه کړل.

اسرائیل وایي، ایران کې ۱۵ نظامي اهداف په نښه کړي؛ خو ایران وایي، چې زیان یې نه دی اړولی.