پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 860

کندهار کې؛د بهرنیو مؤسسو د تړلو لړۍ پیل شوې

باوري سرچینې وایي، چې کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند له لوري د غیر دولتي بهرنیو مؤسسو د تړلو فرمانونه صادر شوي.

ویل کېږي چې په دې اړه ملابرادر د طالبانو له مشر شیخ هبت الله اخوندزاده سره ناسته هم کړې؛خو بې پایلې پای ته رسېدلې.

بل لورته ننګرهار کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې یونسیار خپل فعالیتونه تړلي.

په همدې حال کې لیکوال او د پوهنتون استاد هجرت الله اختیار وایي، د طالبانو مشر غواړي افغانستان کې د بهرنیو موسسو دفترونه پاکستان ته انتقال کړي او په دې باندې له ۲۰۲۲ کال راهیسې کار روان دی.

امرالله صالح:طالبان د افغانستان له ورانولو او د افغانانو له ځورولو پرته په بل څه نه پوهېږي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان خپله یوه بهرنۍ دسیسه ده او دوی هیڅ بهرني ځواک ته د ځواب ویلو نه دي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، طالبانو د افغانانو یووالی په تاجک، پښتون، هزاره، سني، شعیه او ګڼو نورو نومونو وپاشه او د افغانستان د تل پاتې دوښمن پاکستان ستراتېژیکې موخې یې پوره کړې.

د هغه په خبره، طالبان د افغانستان له سپکولو او افغانانو ته له بې عزتي اړولو پرته په هیڅ نه پوهېږي.

صالح زیاتوي، اوس مهال افغانستان نړیوال مشروعیت بایللی او د نړۍ پر سټیج یې هیڅوک د غږ پورته کولو نشته او طالبان چې خبرې کوي؛ نو افغانان او نړۍ ورنه د کورني بحران حل غواړي.

امرالله صالح وايي، افغانان یو داسې حکومت ته اړتیا لري، چې قانون ولري او ټول په کې ځانونه وویني؛ خو د طالبانو حکومت د دوحې د تړون اساس دی.

کریم خرم:پاکستان نه زمری دی نه لېوه دی؛ نو ځکه یې خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خرم ویلي چې په پکتیکا کې د پاکستاني پوځ بمباري ټول افغانان غندي.

د هغه په خبره، دا د ځنگل قانون دی چې زورور پکې ځانته د هر عمل حق ورکوي، چې دا قانون نن ورځ اسراییلو او ملاتړو یې عام کړی؛خو زیاتوي چې پاکستان دې د ځنگل قانون ته زړه نه ښه کوي.

نوموړی وایي، پاکستان نه زمری دی نه لېوه دی؛ نو ځکه یې خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی.

ذبیح الله مجاهد:پکتیکا کې د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار له امله ۴۶ کسان وژل شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پکتیکا کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۴۶ کسان وژل شوي.

مجاهد ویلي وژل شوي کسان تر ډېره مېرمنې او ماشومان دي.

د یادونې ده چې تېره شپه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې په نښه کړې او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نصیر احمد اندیشه:طالبان له پاکستان څخه د مستقیمې غچ اخیستنې وس نه لري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ویلي، پاکستان د طالبانو پر وړاندې له قهرجنې دیپلوماسي کار اخیستی.

هغه ویلي، طالبان له پاکستان څخه د مستقیمې غچ اخیستنې وس نه لري.

د یادونې ده چې تېره شپه د پکتیکا په برمل، خوست او پکتیا کې د پاکستان جیټ الوتکو له لوري په عامو خلکو بمبار د ګڼو سباسیونو او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

مسلمیار:د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی

جمهوري حکومت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پاکستان پوځ له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي برید په سختو ټکو غندلی.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی او په وینا یې هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر قلمرو او جغرافیه دغه ډول خپلسرانه بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي، دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او باید بې ځوابه پرېنښول شي.

هغه د یاد برید شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.

حامد کرزی:د پاکستان له لوري پر افغان خاوره برید په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا د پاکستاني پوځیانو برید غندلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې دا چاره په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو علت د اسلام اباد له لوري ناکام او پر افراطیت ولاړ سیاستونه دي.

هغه حسنه اړېکې د دواړو هېوادونو په کټه بللې.

معصوم ستانکزی:له یو لوري د استازي رالېږل او له بل لوري بمبار متضاد سیاست دی

د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وایي، چې د عامو افغانانو پر کورنو د پاکستان بمبار د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

هغه ویلي، پاکستان باید د تروریزم ریښه په خپل کور او ناکامو سیاستونو کې ولټوي.

نوموړی زیاتوي، تر هغې چې پاکستان خپل سیاست او رول بدل نه کړي؛ ستونزه نشي حلېدلای.

د ستانکزي په خبره، له یو لوري د استازي رالېږل او له بل لوري بمبار متضاد سیاست دی.

ضیاءالحق امرخېل:د پاکستان برید د افغانستان پر خاوره تېری او طالبان باید د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، پر پکتیکا ولایت د پاکستاني پوځ وحشیانه بمبار د افغانستان پر ملي حريم ښکاره تېری او د ټولو ملي او نړیوالو قوانينو او ميثاقونو ښکاره نقض دی.

نوموړي لیکلي:«د پاکستاني پوځ دغه وحشیانه عمل د ټولو ملي او نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز دي او افغان ولس يې په سختو الفاظو غندي.»

هغه له طالبانو غوښتي چې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ولسي وګړو ساتنه وکړي.

د تلفاتو پټولو لپاره؛طالبانو تېره شپه په بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې پرې کړې دي

طالبانو د تېرې شپې بریدونو د تلفاتو پټولو لپاره پر بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې قطعه کړې.

د سیمې خلکو د بمبار شویو ځایونو ویډیوګانې او تصویرونه په ټولنیزو رسنیو نشر کړل؛ خو طالبانو وروسته هلته مخابراتي شبکې قطعه او د تلفاتو کره کچه یې پټه کړه.

د یادونې ده چې بیګا شپه تر دولسو بجو له سیمې څخه جزیات د رسنیو په واک کې وو؛ خو تر هغې وروسته بیا سیمې ته لاسرسی نه وو.