چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 849

پټیل:سعودي د امریکا مهم دوست دی او دوی هیله لري چې دا دوستي لا پراخه شي

0

امریکا اعلان کړی چې په سعودي عربستان به د وسلو پلور له سره پیلوي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ویاند ویدانت پټیل ویلي چې سعودي د امریکا یو مهم دوست دی او دوی تمه لري چې دا همکاري به پراخه شي.

امریکا دا اعلان داسې مهال کوي چې له تېرو څو کالو راهیسې د واشنګټن او ریاض اړیکې غوړېدلې دي.

پر سعودي نیوکه ده چې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه هم چوپه حوله ده.

کربي:چمتو یو چې د ایران نیابتي ډلو ته توند ځواب ورکړو

0

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وایي، امریکا چمتو ده چې په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي ډلو ته ځواب ورکړي.

د کربي په خبره، دوی به نږدې راتلونکي کې د ایران نیابتي ډلو ته توند ځواب ورکړي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د هنیه تر وژل کېدو وروسته د لبنان حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه زیات کړي.

بل لورته سوریې کې هم د امریکایي ځواکونو اډې په نښه شوې دي چې ګڼ امریکایي سرتېري پکې ټپیان شوي هم دي.

ټروډو؛خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له لبنان څخه ووځي

0

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د اسرائیلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د کړکېچ د زیاتیدو په ترڅ کې د دغه هیواد اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له لبنان څخه ووځي.

ټروډو ویلي چې په سیمه کې ننګونې زیاتې دي او دوی د وضعیت د خرابیدو په صورت کې د کاناډا اتباعو ملاتړ لپاره ځانګړی چمتووالی لري.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی، چې ښايي وضعیت تر دې حده خراب شي، چې د کاناډا حکومت به ونه شي کړای خپل ټول اتباع له لبنان څخه وباسي.

په وروستیو اوونیو کې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ کړکېچ زیات شوی، چې دواړه خواوې د تیارسۍ په حالت کې دي.

هندوستان؛۲۰ تنه افغان سیکانو ته مو د خپل هیواد تابعیت ورکړ

د هند حکومت د دغه هېواد د تابعیت قانون له تعدیل وروسته ۲۰ افغان سکهانو ته د هند تابعیت ورکړ. هندو ورځپاڼې لیکلي چې یوه جوپه افغان سکهانو د دې هیواد د تابعیت غوښتنه کړې وه او له هغې ډلې یې شلو ته تنه تابعیت ورکړی دی. د ورځپاڼې د راپور په اساس په هند کې نږدې ۴۰۰ افغان سکهانو د تابعیت غوښتونې ته منتظر دي. یو شمېر افغان سیکهان له ۱۹۹۷ کال راهیسې د اوږدې مودې ویزو په لرلو سره په دې هېواد کې اوسېږي. په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته د دغو سیکهانو ډېر شمېر هند ته کډه شول.

تورخم کې؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه روانه ده

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې د تورخم دروازې ته څېرمه ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالب سرتیرو ترمنځ نښته روانه ده.

د سرچينې په وینا دواړه لورې د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي او یو پر بل یې کاروي.

د طالبانو حکومت تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني پوځ؛فیض حمید د اداري فساد په تور نېولی

0

د پاکستان پوځ “آی ایس پي آر” په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې پاکستاني پوځیانو د دې هیواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی.

ویل کیږي چې فیض حمید د واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې او پراخ اداري فساد له امله نیول شوی دی.

نوموړي په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ملاتړ کړی وو.

د طالبانو حکومت؛میدان وردګ کې دوه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو حکومت په میدان وردګو ولایت کې دوه تنه د اداري فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هر یو یې ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

دغې محکمې د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

یادې محکمې زیاته کړې چې دغه دوه کسان په ۱۳ کاله بند هم محکوم شوي دي.

هېره دې نه وي چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو حکومت خلکو ته په فزیکي توګه او عام محضر کې سزا ورکولو ته دوام ورکړی دی.

خراساني:طالبان له سر تر پښو معتصب دي

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې عبدالحمید خراساني یو خانه بدوش انسان ونوماوه، خراساني په تازه غبرګون کې ویلي چې طالبان له سر تر پښو معتصب دي.

په افغانستان کې د تاجک قوم یو پخوانی قومندان عبدالحمید خراساني چې د شیخ هیبت الله په امر له دندې ګوښه شوی، تازه یې انتقادونه هم په دې حکومت رابرسیره کېږي.

خراساني ویلي چې له بده مرغه هغو کسانو چې تر پرونه موږ ته د مخالفینو پر وړاندې د مرستې لاس غځولې و، نن د ایران په خوشحالولو موږ خپه کوي.

خراساني د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د اسلام له نوم باید غلطه استفاده ونه شي.

کرزی:د تېرې ورځې پېښه یو تروریستي عمل دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په دشت برچي کې پرونۍ چاودنه غندلې ده.

کرزي ویلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.

هغه د قربانیانیو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بللی.

د یادونې ده چې تېره ورځ دشتي برچي کې په یو ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه چې ۱۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

داعش ډلې؛کابل کې د پروني برید مسولیت منلی

داعش خراسان ډلې کابل کې د پروني بريد مسؤوليت ومانه.

یادې ډلې ویلي چې پرون د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې برید دوی ترسره کړی دی.

دغه بمي چاودنه پر يوه شخصي ټونس ډوله موټر شوې وه چې ۱۱ ملکي وګړي پکې ټپیان او یو تن پکې وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې یې د داعش په ګډون ټولې ترهګريزي ډلې له منځه وړي دي.