چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 847

د طالبانو حکومت اعلامیه؛د زمري ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه «مهمه او د ویاړ» څخه ډکه ورځ ده

د طالبانو حکومت د زمري (اسد) ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه “مهمه او د ویاړ ورځ” بللې او ویلي دي چې په دغه ورځ افغانستان له شل کلن اشغال او تېري خلاص شو.

‏یاد حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې شل کاله یې د «کفري» اشغال پر وړاندې هر ډول قرباني ورکړې او اوس چې شریعت حاکم شوی ټول افغانان باید د اسلامي نظام ساتنې او ملاتړ ته چمتو وي.

‏اعلامیه کې، د الله تعالی څخه د «اسلامي امارت» رهبرۍ او غړو ته په شریعت د التزام او استقامت غوښتنه او د شیطاني او انسي دسیسو او توطیو څخه د ژغورنې دعا شوې.

د طالبانو حکومت درې کلنه واکمني؛نن یې باګرام کې ځانګړي مراسم نیولي

په افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ درې کاله پوره شول.

طالبانو دغې ورځې ته د فتحې نوم ورکړی او په ټول هیواد کې یې عمومي رخصتي اعلان کړې او د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې یې ځانګړي مراسم نیولي دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني او د هغه د حکومت چارواکي د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې په پنځلسمه له افغانستان څخه ووتل او طالبانو واک ونیوه.

دغه ورځ د عيسوي کال له مخې د اګست میاشتې ۱۵مه کېږي، خو طالبان یې ځکه نن لمانځي، چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون خوري.

په همدې موخه د باګرام په هوایي ډګر کې یې دې ورځې ته ځانګړي مراسم نیولي چې ګڼ طالب مشران غونډې ته رسیدلي دي.

خُرم:د امریکا راتګ د ترهګرو ځپل نه؛ بلکې له لویو قدرتونو سره مبارزه وه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم وايي، اوس مهال افغانستان ته د امریکا د بیا راتلو لېوالتیا څو برابره زیاته شوې.

هغه ویلي، د جمهوریت سقوط دومره ناڅاپي و، چې ان طالبان هم حیران دي.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د ترهګرۍ پر واندې مبارزه نه وه، بلکې د دغه جګړې هدف د لویو قدرتونو ترمنځ مبارزه وه.

خرم زیاته کړې، افغانستان کې د چین، روسیې او امریکا جګړه روانه وه، چې پایله یې دا ډول راووته.

رویټرز ته ایراني چارواکي: غزه کې اوربند د ایران او اسرائیلو د جګړې مخه نېولی شي

0

رویټرز د ایراني چارواکو په حواله ویلي، چې په غزه کې د اوربند موافقه کولی شي د ایران له خوا پر اسرائیلو د مستقیم برید مخه ونیسي.

یوه ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې که د غزې په اړه خبرې ناکامې شي او یا دا احساس وکړي چې اسراییل د خبرو ځنډول غواړي، ایران به له خپلو متحدینو لکه حزب الله سره مستقیم بریدونه وکړي.

دغه ایراني چارواکي دا نه ده څرګنده کړې چې دغه هیواد څومره وخت غواړي چې له پوځي غبرګون څخه مخکې د خبرو اترو پرمختګ ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسماعیل هنیه له وژلو وروسته ایران پر اسرائیلو د برید ګواښونه کوي؛ خو تر اوسه د ایران له لوري هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

د پاکستان د ستراتيژیک عمق ستراتیژي څه ده او په دې ستراتیژۍ کې طالبان کوم رول لري؟

لیکوال: احمدشاه انګار
د سولې او شخړو مطالعاتو او ستاتیژیکو استخباراتو کې تخصص لري

کله چې درې کاله مخکې طالبانو کابل ښار و نیوه ، نو د لومړي ځل لپاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې پاکستان وروسته له پنځوسو کالو افغانستان کې خپلو ستراتيژیکو موخو ته ورسېد ، په همدې وخت کې‌ افغانستان د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر جنرال حمید فیض هم یو عکس خپور کړ او ورته لیکلي يې وو چې پر افغانستان د سپوږمۍ برخه خپره ده، موخه یې وه چې اوس پر افغانستان د پاکستان بیرغ رپیږي.

هغه وخت چې د پاکستان په نوم هیواد رامنځته سو، له هغه وخته د پاکستان په پوځي مشرانو کې دا فکر پیاوړی سو چې ‌ افغانستان باید د پاکستان تر نفوذ لاندې واوسي،‌ لکه د پاکستان ولسمشر مارشال ایوب خان چې به ویل د ختیځ پاکستان د دفاع اصلي ستراتيژي په لوېدیځ کې پرته ده، یعني د دې لپاره چې ختیځ پاکستان د هند د نفوذ څخه په امان کې سي باید هندوستان اړ کړل سي چې ډیر تمرکز پر افغانستان وکړي او افغانستان کې هندیانو ته سرخوږی رامنځته سي.‌

اصلاًد ستراتيژيک عمق څه مانا لري‌؟
ستراتیژيک عمق یو پوځي ستراتیژيک مفهوم دی ‌چې اصلي موخه يي‌ د جګړې د ډګر او د یو هیواد اقتصادي او ملکې سیمو ترمنځ واټن رامنځته کول دي.‌ خو د پاکستان دا ستراتيژي د افغانستان په وړاندي اوس مهال ډیره پراخه سوی ده او څلور برخې لري چې له پوځي،‌ اقتصادي، ‌سیاسي‌ او ایډیالیستي څخه عبارت دي‌‌.

په لومړي سر کې یوازې د دغه سیاست لپاره پاکستاني مشرانو نظر لاره،‌ خو کوم وخت چې بنګله دیش د هندوستان په مرسته په197 کال کې له پاکستان څخه خپلواکي واخیستله، د دې ستراتيژۍ لپاره عملي کار پیل سو، ځکه پاکستان وېره پیدا کړه چې د دوو رقیبو هیوادونو په منځ کې را ګیر پاته سو. ځکه پاکستان غوښتل چې له افغانستان سره د پښتونخوا موضوع هم د دې ستراتیژۍ د له لاري حل کړي.‌ هغه وخت يي‌ د ولسمشر سردارد محمد داوود خان خلاف‌ په پاکستان کې افغان مجاهدینو ته روزونه پیل کړه چې بیا یې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه هم وکړل، خو کله چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ، پاکستان ته د دې پالیسۍ د پلې کیدو لپاره ښه فرصت په لاس ورغلی.‌

د پاکستان ستراتيژیک عمق څلور برخي لري چې زه يي دلته په لنډه توګه تشریح کوم.‌

لومړی پوځي برخه

دا چې د پاکستان جغرافیه د افغانستان او هندوستان ترمنځ داسي پرته ده چې د هند او افغانستان ترمنځ د پاکستان د خاوري جغرافيايي‌ واټن کم دی، هندوستان د پاکستان سره د ممکنه جګړې لپاره د چټک غبرګون پوځي قوت جوړ کړي،‌ چې د جګړې د پیل سره به په څو ساعتونو کې د پاکستان خاوري ته دومره ډیر داخلیږي چې که پاکستانی پوځ جګړه کوي، نو دا جګړه به تر ډیره د پاکستان پخپله خاوره کې وي او که اړ کیږي چې اتومي وسلې وکاروي، هغه به هم خپله د پاکستان په خاوره کې کاروي.‌

پاکستان د دغي ستراتيژۍ پر ضد خپل پوځي تکیتیک لري،‌ هغه داسي که فرضاً هندی پوځي په دغي ستراتیژۍ بریالي کیږي،‌ نو باید یو ځای ولري چې هلته شاته لاړ سي،‌ هغه د افغانستان خاوره ده او بیا به د هغه ځایه بیرته هندي پوځ سره جګړه پيلوي. اوس دلته یوه مهمه خبره ډیره اړینه ده ، هغه دا چې پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې دولت وي چې هغه د پاکستان تر کنترول لاندې وي او په ځانکړي ډول ډیورنډ لاین ته پراته ولایتونو کې باید پاکستان تر ملاتړ لاندې د دوي ستراتیژيک دفاعي‌ ځواکونه چې د افغانستان د پوځ برخه وي پراته وي او کوم وخت چې د هندوستان سره جګړه کیږي نو بیا پاکستانی پوځ د دغه قوت سره په ګډه د هندی فوځ سره جنګیږي.‌
دغه ستراتيژیک ځواک طالبان دي،‌ د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم دې موضوع ته په خپله کتاب ( سیاست افغانستان روایت از درون ) کې یادونه کړې چې پاکستان په افغانستان کې معکوس پښتونیستان غواړي، چې معکوس پښتونیستان دغه موضوع ده چې ما مخکې تشریح کړی ده‌.‌

دوهم اقتصادي برخه

پاکستان غواړي چې افغانستان باید دایماً په پاکستان پورې متکې هیواد واوسي،‌ یعني د افغانستان ټول معدنونه به پاکستاني کمپنیو لخوا څخه را ایستل کیږي. ‌دا چې افغانستان د معدنونو د رایستلو په برخه کی مختصصین او ماشینونه نه لري،‌ نو دغه معدنونه به پاکستاني کمپني او پاکستاني کارکوونکې را باسي او بیا به د پاکستان په نوم په نړیوال بازار کې پلورل کېږي،‌ افغانستان کې به اقتصادي زیربیناوي نه رغول کیږي ، په افغانستان کې به بندونه نه جوړیږي او که جوړیږي هم تر ډیره به پر داسي ځاینونو وي چې د پاکستان په ګټه تمام سي‌، د افغانستان له لارې به پاکستاني تجاراتي توکې منځنی اسیا ته بې له کوم ترانزیتي محصول څخه ځي.

پاکستان د افغانستان پر وړاندې ریالیستي سیاست مخته وړي،‌ چې د نړیوالو اړیکو د ریالیزم د تیوري پر بنسټ د هیواد اقتصادي، ‌سیاسي‌ او پوځي پرمختګ د بل هیواد لپاره خطر ګنل کیږي،‌ دا چې د افغانستان جیو اکانومیک موقعیت داسې دی چې که پکې قوي دولت رامنځه سي، نو ډیر ژر به د اسیا په یوه اقتصادي څلور لاري بدلیږي او پاکستان غواړي چې افغانستان به یوه اقتصادي څلور لاري بدل نه سي.‌ که په لنډو کې ووایو افغانستان به هیڅ ډول اقتصادي پرمختګ نه کوي ‌او دایماً به په پاکستان پوري تړلې پاته کیږي او د افغانستان اقتصادي او پولي سیاست به هم د پاکستان په خوښه تعینیږي.‌

درېیم سیاسي برخه

پاکستان غواړي په افغانستان کې یو داسی سیاسی سیسټم حاکم وي چې اداره يي تر ډیره د دوي په ولکه کې وي.‌ دوی د پاکستان په رقم یو سیسټم پلي کوي چې پوځ او استخبارات يي‌ اصلي واکمن وي ‌او ملکې ادارات تر ډیره سمبولیکه بڼه ولري او په دغه پوځي او استخباراتي بنسټونو کې‌ د دوی ګومارل سوي اشخاص واک ولري. د دې ترڅنګ د افغانستان بهرنی سیاست به هم د پاکستان لخوا تعینیږي چې افغانستان به له کوم هېواد سره څه ډول اړیکې ساتي او دغی موضوع د تیر جمهوري نظام چارواکو چې د پاکستاني مقاماتو سره د افغانستان پر معضلې ږغېدلي په وار وار اشاره کړي،‌ ان دواړو ولسمشرانو حامد کرزی او محمد اشرف غني.‌

څلورم ایډیالوژیکه برخه
د پاکستان د ستراتيژيک عمق په سیاست کې ایډیالوژیکه برخه هم بیا پر دوو برخو وېشل شوې، یوه يي‌ متشدده اسلامي تندلاري مفکوره ده او بله هم د عدم تشدد مفکوره.‌

متشدده اسلامی تندلاري مفکوره
دا چې پاکستان د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره پر اسلامي توندلارۍ‌‌ ډیره پانګونه کړې او د دغه توندلارو اسلامي ډلو څخه هم په کشمیر او هم د افغانستان په جګړو کې کار اخلي او د دې له امله په نړیواله کچه بدنامه سوی هم دی او ددغه توندلارو د روزلو لپاره ای ایس ای په پاکستان زرګونه مدرسې جوړي کړي.‌ دا چې اوس طالبان د پاکستان ستراتيژيک ځواک دی په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نو پاکستان په دې برخه کې غواړي په لومړي ګام کې دغه پاکستانی مدرسې چې د پاکستان د بدنامه کېدو اصلي عامل دي افغانستان ته را ولیږدوي.‌ او دغه پروسه له کومه وخت چې طالبان واکمن سوي چټکه سوي او خپله طالبان هم وايي‌ د افغانستان په هره ولسوالي کی د درو څخه لسو پوري نوې مدرسې جوړوي او اکثره ښوونځي يي‌ په افغانستان کی په مدرسو بدل کړي، لکه د کندهار میخانیکې عالی لیسه چې په جهادي مدرسه يي‌ بدله کړه.

دوهم غواړي د افغانستان نوي نسلونه په همدې اسلامي تندلاري مفکور وروزي،‌ لکه افغان ګډوال چې په پاکستان په همدې فکوره وروزل او تر اوسه هغه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پاکستان ګټي تامینوي.‌ پاکستان غواړي‌ د طالبانو په مرسته په افغانستان نوي تعلیمی نصاب جوړ کړي،‌چې دغه نصاب به بیا په ټولو مدرسو او ښوونځیو او پوهنتونو کې تدرسیږي. ‌په دې سره به راتلونکې نسلونه د پاکستان ضد فکر نه لري او د طالبانو په رقم متشدده فکر به لري او دغه فکر خپله په افغانستان کې سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه ډب کوي او په دې سره د پاکستان ګټي تامنیږي.‌

د عدم تشدد مفکوره
پاکستان غواړي پاته افغانستان چې د دوي د متشددي اسلامی توندلارې فکورې څخه پاته کیږي هغوي ته د عدم تشدد مفکوره ورکړي، ‌لکه دغه کار چې په پاکستان کې پښتنو ته ورکول کیږي او د همدې دوو مفکورو له لاري يي‌ په پاکستان کې د پښتنو په نوو نسلونو کې د نیشنلیزم، ‌خپلواکۍ او د افغانستان سره د یو ځای کېدو فکر ورک کړ، که اعتراض هم کوي، هغه اعتراض يي سوله ییز دی او د پاکستان امنیت نه ګواښي. پاکستان غواړي دغه ستراتيژي‌ افغانستان کې هم پلې کړي، ‌څو عام افغانان د دې فکر په لرلو سره د دوی حاکمیت چې د اسلامي توندلارو له لارې يې‌ پلي کوي، و نه ننګوي.‌

په سیاسي علومو کې دغه ډول سیاست ته چې پاکستان ورته د ستراتيژیک عمق پالیسی وايي، نوی‌ استعمار وايي. په نوي استعمار کې د پخواني استعمار خلاف استعمارګر دولت د خپل هیواد وګړي د استعمار لپاره نه لیږي او تر ډیره خپلي ګټي د هغه هیواد په اتباعو چې د دوي نیابتي ډلي دي، تامینوي.‌ په دې سره د هیواد خلکو لخوا د پاڅون مخنیوي کیږی ځکه خلک ګوري د خپل هیواد خلک يي حاکمان دي او د دغه ډول استعمار لګښت هم کم وي. د نړیوالو اړیکو امریکايي پروفیسر جان میر شامیر وايي چې په اوسني وخت کې تر ټولو قوي ایډیالوژی د نیشنلیزم ده او نیشنلیزم د هر ډول اشغالګر قوت مخه نیسي او په خپل کتاب ( Great Delusion ) کې کاږی چې په عراق او افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ اصلي لامل د نیشنلیزم ایډیالوژۍ ته پام نه کول و او د Surrogate Warfare ‌ په کتاب کې راغلي چې اوس مهال اکثریت دولتونه خپل ستراتيژيکې منافع د نیابتي ډلو د لاري تامینوي نه د مستقیم یرغل له لاري.

د ملي مقاومت په نوم جبهه:د کابل په پنځلسمې حوزې کې مو درې طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې نن شپه ۹:۴۰ بجې د ملي مقاومت په نوم جبهې چیریکي بریدګرو په پنځلسمې حوزې برید کړی.

د مقاومت په نوم جبهې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په برید کې دوه تنه طالب سرتیري وژل شوي او یو بل ټپی کړی.

برید د تایمني په پنځم سړک، د تیلو پمپ تر څنګ شوې.

اعلامیه کې ویل شوي، چې پدې برید کې د دوي جنګیالو ته هیڅ زیان ندی اوښتی.

د دې برید په تړاو د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

کابل ښار کې؛تېر یو ساعت کې دوه زورورې چاودنې وشوې

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د بوستان په سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځایي سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې دغه چاودنه څو شېبې وړاندې د کابل په شمال کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

دا په تېر یو ساعت کې دوهمه چاودنه شوه چې په کابل ښار کې کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغه چاودنو د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

عمر داودزی:د ملي وحدت په نوم د دوه سري حکومت جوړېدل د جمهوریت د سقوط پیل وو

‏د افغانستان د پرځیدلي جمهوریت جګپوړی غړی او د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی عمر داودزی وایي د جمهوریت سقوط له هغې ورځې پیل شو چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ دوه سری حکومت جوړ شو.

ښاغلی داودزی وایي د جمهوریت سقوط د بن کنفرانس څخه پیل او د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سرعت وموند او داګست میاشتې په ۱۵ پای وموند.

محمد عمر داودزی وایي د ملي وحدت د حکومت طرحه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري طرحه وه.

د اګسټ څوارلسمه؛د پاکستان د خپلواکۍ ورځ سره هممهاله د طالبانو حکومت هم دغه ورځ د خپلواکۍ ورځې په پلمه لمانځي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تګلارې نیوکه کړې، چې ولې یې د تېرو دریو کلونو د اګست ۱۵مې خلاف سږکال خپل د آزادۍ جشن په څوارلسم اګست لمانځي.

د طالبانو حکومت یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته ویلي:«زمونږ او دوست هیواد پاکستان اخترونه او د ازادۍ ورځ هم یوه شوه، زمونږ ۱۵ اګست د ازادۍ ورځ وه دا څنګه ۱۴ لسمه شوه؟»

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو لاهم افغان طالبان د پاکستان تراغیز لاندې بولي، او زیاتوي چې د دوی ټولې چارې د پاکستان په مستقیمه اشاره ترسره کیږي، کوم څه چې د طالبانو حکومت په وار، وار رد کړي.

دغو نیوکو ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح مجاهد ویلي وو:« مونږ چې د امریکا یوغ یونوړه، د پاکستان خو آبدآ نشو وړلای».

نبیل: د اګست په پنځلسمه نظام او د خلکو هیلې دواړه سقوط شوې

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، چې د اګست پنځلسمه یوه توره ورځ ده.

د هغه په خبره، په دغه ورځ نه یوازې دا چې نظام سقوط شو، بلکې د افغانانو هیلې او ارزوګانې هم ووژل شوې.

د نبیل په خبره، دا ورځ باید یوازې ونه غندل شي، بلکې درس هم ورنه واخیستل شي.

نبیل ویلي، له یادې ورځې باید درس واخیستل شي، ټول لوري خپل مسؤلیتونه وپېژني او هر څوک خپل رسالت په پوره ایماندارۍ او ښه ډول ادا کړي، تر څو د افغانستان په زخمونو د تل لپاره پټۍ کېږدو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د اسد ۲۴مه افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو ورځ لمانځي.