جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 839

ملا هبت‌الله؛د امر باالمعروف وزارت قانون توشیح کړ

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د امربالمعروف وزارت قانون توشیح کړ.

دا قانون یوې مقدمې، څلور فصلونو او ۳۵ مادو کې په رسمي جریده کې چاپ شوی.

راپور کې راغلي چې امربالمعروف مکلف دی، ترڅو د پردیو نارینه‌وو او ښځو ترمنځ اړیکې ختمې کړي.

دغه راز بیا یاد وزارت مکلف شوی، چې رسنۍ، دولتي کارکوونکو او عام خلک اسلامي شعایرو احترام ته راوبولي.

دغه قانون کې د حجاب پرته او نامحرومو سړیو سره د ښځو ګډ تګ او سفر هم منع شوی دی.

د قانون له مخې، که هر چا د امر بالمعروف د محتسبینو امر ونه مانه؛ نو له یو ساعت څخه به تر درې ورځو پورې د بند سزا ورکول کېږي.

خلیج ټایمز: متحده عربي اماراتو د ټولنیزو رسنیو لپاره نوي اصول وټاکل

0

خلیج ټایمز راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د ټولنیزو رسنیو په یو شمېر سرغړونو ۵۰۰زره درهمه جریمه او پنځه کاله محبس تېرولو سزا اعلان کړه.

دغه سرغړونو کې د اماراتو د آمیر یا حکومتي مشرانو سپکاوی، په حکومتي چارو نیوکه، د هېواد اقتصاد ته زیان رسول، د ټولنې اخلال، ماشومانو ته زیان رسول، د دولتي غونډو جزیات خپرول، جعلي معلومات خپرول منع اعلان شوي.

متحده عربي اماراتو دا اصول د ټولنیزو رسنیو د محتوا کنټرول لپاره وضع کړي دي.

متحده عربي امارت؛مولوي بدرالدین حقاني رسماً د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه ومانه

د پروتوکول په چارو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سیف عبدالله الشمسي د طالبانو حکومت له لورې متحده عربي اماراتو ته د استول شوي سفیر مولوي بدرالدین حقاني باور لیک ومانه.

الشمسي، حقاني ته په چارو کې د بریا ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او همکارئ ډاډ ورکړ.

د یادونې ده چې له چین وروسته عربي متحده امارات دوهم هیواد دی چې د طالبانو حکومت سفیر مني.

بېنېټ:طالبانو راته د سفر د بندیز لپاره کوم دلایل نه دي وړاندې کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وایي، چې طالبانو د ده پر سفر د بندیز لپاره ورته کوم دلایل نه دي وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، سره له دې چې له تېرې می میاشتې راهیسې یې افغانستان ته سفر نه دی کړی؛ خو طالبانو د ده ټیم ته ویلي چې بېنېټ باید نور کابل ته رانشي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.

هرات کې؛ د ماین چاودنې دوه تنکي ځوانان وژلي

په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې د تېر وخت د ناچاودې ماين د چاودنې له امله دوه تنکي ځوانان وژل شوي دي.

دغو سرچينو ویلي، چې دغه چاودنه پرون د هرات د ګذرې ولسوالۍ د “سنګورد” په کلي کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه کلي کې دوه ١٧ کلن هلکان چې د تره زامن وو، ماين پرې وچاودېد او دواړه وژل شوي.

د طالبانو ځایي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې ده چې د تېرو څو کلونو جګړو څخه پاتې شوي ماینونه کله ناکله خلک او په ځانګړې توګه ماشومان وژني.

د ګارډين مقاله:له افغان نجونو سره د طالبانو چلند ظالمانه دی

ګارډین ورځپاڼې افغانستان کې له نجونو سره چلند ظالمانه او له سپکاوي ډک ګڼلی.

یادې ورځپاڼې “طالبان مه زړوروئ” تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې لیکلي چې طالبان د ښځو او نجونو لپاره یو ګواښ دی.

مقاله کې له نړۍ غوښتل شوي چې افغان ښځې له پام ونه غورځوي.

دغه راز بیا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته په اشارې ویل شوي چې زیاتې مېرمنې د جنسیتي نا برابري له کبله له زده کړو بې برخې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ له دویچه ویله سره مرکه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په راتګ یې بندیز لګولی.

نوموړي ویلي چې بنېټ د افغانستان په اړه پروپاګند کوي.

امیرخان متقي؛د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې لپاره هرات ته تللی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې لپاره هرات ته تللی.

ټاکل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي سیمې تور غنډۍ بندر کې ترسره شي.

په پام کې ده چې متقي او رشید مرادوف په کشک رباط سنګي ولسوالي کې د ټاپي پروژې، تورغنډۍ اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژو څخه هم لیدنه وکړي.

اوباما:د امریکا له خلکو غواړم چې د کاملا هرېس ملاتړ وکړئ

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له کاملا هرېس څخه ملاتړ کړی.

هغه تېره ورځ له خلکو هم غوښتي چې د ټرمپ پر وړاندې د هرېس ملاتړ وکړي او بریا ته یې ورسوي.

اوباما د ټرمپ تېرې دورې ته په کتو ویلي، چې دوی دا دوره لیدلې او نه شي کولای چې د څو نورو کالونو لپاره امریکا کې ګډوډي وویني.

د اوباما په خبره، امریکا د یو نوي فصل او نوي داستان لپاره چمتو شوې، چې د هرېس په ریاست جمهوري کې به ولیدل شي.

روسیي ځواکونه؛د اوکراین لویدیځ کې مو ني‌یو‌یورک ښار نیولی

0

روسیي ځواکونو ادعا کړې چې د اوکراین لویدیځ کې یې ني‌یو‌یورک ښار نیولی دی.

بل لورته اوکرایني ځواکونو نه ده منلې، چې ښار یې له لاس وتلی؛ خو زیاته کړې یې ده چې سیمه کې یې بریدونه دوام لري.

د روسیې دفاع وزارت هم د دغه ښار نیول کېدل مهم بللي او ویلي یې دي چې دا یو غوره تدارکاتي مرکز دی.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې اوکرایني ځواکونو ادعا کوله چې د دوی د بریدونو له امله په کرسک او ځینو نورو سیمو کې روسي ځواکونه په شاه وتمبول شول؛ خو تازه روسي ځواکونه د بریا خبرونه ورکوي.

د افغانستان؛د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله به نن ماښام تاجکستان سره سیالي وکړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې نن ماښام له تاجکستان سره سیالي وکړي.

دا سیالي به د تاجکستان مرکز دوشنبې په کوربه‌توب د کابل پر وخت ۹۰:۰۰ ترسره شي.

که افغان فوټبالران دا لوبه د خپل کوربه پر وړاندې وګټي؛ نو فاینل ته به لاره پیدا کړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو قرغزستان ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ پیل شوي دي.