جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 838

ټرمپ:که ولسمشر شوم، له هغو کسانو به د استعفا غوښتنه وکړم، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو لېږد مدیریت کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، نو له هغو خلکو به د استفعا غوښتنه وکړي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د لېږد بهیر مدیریت کوو.

هغه پر ده له برید وروسته د لومړي ځل لپاره په کارولینای کې غونډې ته حاضر شو او د یوې ضدمرمۍ ښېښې تر شا یې خبرې وکړي.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو، ایران او اوکراین په اړه هم خبرې کړې او دغه راز یې پر کاملاهرېس هم توندې نیوکې کړې دي.

د ازادي په نوم جبهه:د طالبانو له لوري د ریچارډ بنېټ به سفر بندیز په کلکو ټکو غندو

د ازادي په نوم جبهې د طالبانو حکومت له لوري د ریچارډ بنټ په سفر بندیز په کلکو ټکو غندلی.

دوی په یوه خپره کړې اعلامیه کې له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پام وکړي او طالبان مجبور کړي چې د بشري حقونو رعایت ته غاړه کېږدي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بنټ ماموریت د بشري حقونو د نقض مخنیوي کې فوق العاده اهمیت درلود.

د یادونې ده چې طالبان وایي، بنټ به کوچنۍ پېښې سترولې؛ نو ځکه یې کابل ته د ده په راتګ بندیز لګولی.

نامعلومه وسله والو؛دایکندي کې یوه مور او د هغې زوی وژلي

نا معلومو وسله والو دایکندي کې دوه تنه وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

یاده پېښه په شیکاراباد ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې وژل شویو کسانو کې یوه مور او د هغې ۲۲ کلن زوی وژل شوی دی.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کوم چا نه دی منلی.

جوبایډن؛د بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو په دې خبرو کې پر اسرائیل د ایران احتمالي برید د دفاع په اړه بحث کړی.

بایډن ویلي، امریکا پر اسرائیل د ایران د نیابتي ډلو د بریدونو دفاع ته چمتو ده.

بایډن غزه کې پر اوربند او د اسرائیلي بندیانو پر خلاصون هم ټینکار کړی.

د یادونې ده چې ایران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران په وار وار وویل چې د هنیه غچ به له اسرائیل واخلي؛ خو تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

فضلي: د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د طالبانو عادي کولو پروسه پرمخ بیایي

‏د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنټ دنده، په غزه کې د دغه سازمان د بشري هلو ځلو سره ډېر ورته والی لري.

فضلي ویلي، چې په غزه کې هره ورځ د سلګونو بې ګناه وګړو د وژل کېدو تر څنګ د هوا له لارې د بشردوستانه مرستو په نوم د خوراکي موادو کڅوړې غورځول کېږي.

فضلي زیاته کړې، چې دا ډول رياکارانه هڅې يوازې روانه فاجعه تر سیورې لاندې نيسي، خو د فاجعې دريدو سره مرسته نکوي.

فضلي دغه راز وایي چې له بده مرغه په افغانستان کې د ملګروملتونو سياسي برخه د موجوده افراطي او استبدادي حاکمیت د عادي کولو پروژه پرمخ بیایي.

فضلي ددغې ادارې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي دفتر، په اصل کې پر انساني ارزښتونو ژمنو افغانانو ته د فریب لپاره نمایشي فعالیت کوي.

فضلي وایي چې زموږ اصلي ستونزه د غیرمشروع حاکمیت او استبداد عادي کول دي، نه د نمایشي ګزارشونو نشتوالی.

نوموړی زیاتوي چې ازاد خبریالان او محققین بايد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونه؛ په ځانګړې توګه د سیاسي څانګې کاري موخې په ژوره توګه وڅیړي او پايلې يې خلکو سره شريکې کړي.

بېنېټ:طالبان دې زما په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي

افغانستان لپاره د ملګرو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو غوښتي، چې له خپلې پرېکړې لاس واخلي.

هغه ویلي، افغانستان ته باید د سفر اجازه ورکړل شي.

د بېنېټ په خبره، افغانستان ته پر نوموړي د سفر بندیز نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت د تعامل په برخه کې اندېښنې راپورته کوي.

هغه زیاتوي، تېر یوه کال کې یې افغانستان ته سفر نه دی کړی او زیاتوي چې تر دې وروسته به هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.

د المان حکومت؛تېر کال نیول شوي دوه افغانان سویډین سفارت ته نږدې په ډزو تورن اعلان کړي

د المان هېواد هغه دوه افغانان د سویډن پارلمان سره نږدې په ډزو تورن کړل، چې تېر کال یې نیولي وو.

ویل کېږي، چې یاد کسان یو یې داعش او بل یې د دغې ډلې ملاتړی و.

د المان لویې څارنوالۍ ویلي، چې یاد کسان رامین او ابراهیم نومیږي او دا کار یې د یو سویډني له لوري د قرانکریم د سوځېدو غبرګون کې کړی دی.

څارنوالۍ دغه راز ویلي، چې دوی داعش ډلې سره مالي مرستې هم کولې.

اتمر: د بېنېټ پر سفر بندیز یو غیر مسؤلانه اقدام دی

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر افغانستان ته د ریچارډ بینټ سفر ته د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې دا چاره د افغانستان بحران نور هم ژوروي.

هغه د طالبانو دا اقدام غیر مسؤلانه بللی.

د اتمر په خبره، دا چاره به د دوحې خبرې اترې، د افغانستان او نړۍ اړیکې او له نړۍ سره د طالبانو تعامل کمرنګه کړي.

هغه له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دا پرېکړه بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.

قزاقستان؛د طالبانو حکومت له لوري ور پېژندل شوی کس د افغانستان سفارت لپاره د شارژدافیر په توګه ومانه

قزاقستان هېواد د طالبانو حکومت له لوري ور پېژندل شوی کس محمد رحمان رحماني په استانه کې د افغانستان سفارت د شارژادفیر په توګه ومانه.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له رحماني سره لیدلي او د هغه د دندې تائید یې کړی دی.

علي بیک بایکاف ویلي، چې له دې کار یې موخه له افغانستان سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

هغه ویلي، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د سیمې ثبات تامینوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ متحده عربي اماراتو هم بدرالدین حقاني په دغه هېواد کې د سفیر په توګه منلی وو.

فارس:د رئیسي الوتکې نسکورېدو په اړه وروستي پایلې رسنیزې کړې

0

فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ابراهیم رئیسي د الوتکې نسکورېدو پېښې په اړه وروستۍ پلټنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د رئیسي پرواز باید تر یوې بجې وړاندې شوی وی؛ خو دا پرواز په ځنډ شوی.

دغه راز د وزن له پلوه هم په دغه الوتکه کې دوه کسان زیات ناست و،.چې لوړ الوت یې نشو کولای.

د یادونې ده چې د رئیسي الوتکه د روان کال په می میاشت کې د ایران په شمال لویدیځ کې لوېدلې وه چې د یو پیلوټ او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.