کندهار کې د کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي.
د مړو شویو.نجونو عمرونه د ۶ او ۱۳ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
کندهار کې د کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي.
د مړو شویو.نجونو عمرونه د ۶ او ۱۳ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، روان کال یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو درملنه کړې.
د سرچینې د معلوماتوو له مخې، دغه درملنه یې په تېرو نهو میاشتو کې کړې ده.
دغو ماشومانو بېلابېلې ستونزې لرلې، چې یادې کمېټې یې په کور دننه درملنه کړې.
د یادونې ده، چې لاهم د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته هیڅ لاسرسی نه لري او یا هم په ډېره سخته لاسرسی پیدا کوي.
پاکستان او پښتونخوا کې کې په تېره نومبر میاشت کې د ناامنیو له له کبله ۲۴۵ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت بنسټ ویلي، چې په دې کسانو کې ۶۸ یې امنیتي ځواکونه دي.
یادې ادارې په یو راپور کې زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۲۷ مخالف وسله وال دي، چې د دغې مرګ ژوبلې ډېره برخه په پښتونخوا کې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت دغه راز زیاته کړې چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یو زر او اتیا کسان وژل شوي دي.
د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ سږکال افغانستان کې په داسې مهال را رسېږي، چې ګڼ شمېر معلولین د خپلو حقونو له نه ورکړې شکایت کوي.
دوی وايي، هغه امتیازات چې د دوی لپاره ټاکل شوي، لا یې هم په بشپړ ډول نه دي اخیستي.
د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان کې څه باندې ۱۸۰ زره معلولین ثبت شوي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي ، په دریو عربي هیوادونو متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴زره افغانان بندیان دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي یاد افغانان په بیلابیلو جرمونو نیول شوي او د هغوې د خلاصون لپاره جدي هڅې روانې دي.
د طالبانو دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې له ایراني چارواکو سره د ګڼو مجلسونو وروسته پدې توانیدلي چې ۴ زره بندیان افغانستان ته ولېږدي.
دغه وزارت ویلي ، په تېر یوه کال کې ۵ زره او ۷۰۰ افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د زېمبابوې پر وړاندې شل اوريزو او يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
دغه سیالۍ چې د روانې دسمبر میاشتې په ۱۱مه پیلیږي او د جنورۍ تر اتمې نیټې پورې به دوام وکړي د دواړو هېوادونو تر منځ دری شل اوريزې، دری يو ورځنۍ او دوې ټېسټ لوبې په کې شاملې دي.
د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر راشدخان ټاکل شوی اورحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، درويش رسولي، زبيد اکبري، ګلبدين نايب، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، محمد اسحاق، مجيب ځدراڼ، ننګيال خروټی، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او فريد ملک دټیم لوبغاړي غوره شوي دي.
په شل اوريزو سياليو کې په لومړي ځل چپ لاسي توپوهونکي زبيد اکبري ته موقع ورکړل شوې ده. نوموړی په اېمرجېنګ اسيا جام سياليو کې د پام وړ ځلېدلی و.
د افغانستان بل توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ چې په وروستيو کې يې د ښنګري عمليات ترسره کړي له همدې کبله لا هم د لوبډلې برخه نه دی. بل پلو تکړه ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ چې له څه مودې راهيسې د لاس ټپ له کبله له لوبډلې بهر و اوس به په دواړو شل اوريزو او يو ورځنيو فارمټونو کې د افغانستان ملي لوبډلې برخه وي.
د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر محمد یوسف مستري وایي د تیرې ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد په پلچرخي زندان کې توقیف شوی دی او لا تراوسه محکمې پرې کومه پریکړه نه ده کړې.
ښاغلي مستري طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه پرته له دې چې د الله ګل مجاهد د جرم په اړه خبرې وکړي وویل که چیرې پرې جرم ثابت شي د خلکو پر وړاندې به اعدام شي.
دغه طالب چارواکی وایي چې د ټول افغانستان په زندانونو کې محکوم شوي دولس زره بندیان دي چې له دې ډلې یې زر تنه میرمنې دي.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزې کې د حماس ډلې ته خبرداری ورکړی که د لوړې تر مراسمو پورې پاتې برمته شوي کسان خوشې نکړي، د ” جدي عواقبو” سره به مخ شي.
نوموړي ویلي، که د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰ مې برمته شوي کسان خوشې نشي، هغه نیټه چې زه د امریکا ولسمشر کیږم، ناوړه عواقب به ولري.
هغه د اسرائیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسیدو لپاره د موافقې غوښتنه لري.
ټرمپ د حماس ډلې ته د خبرداري په توګه لیکلي، “هغوي چې مسؤل دي، داسې سخت ګوزار به ورکړل شي چې د امریکا په تاریخ کې ساری ونلري.”
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم په دې ټینګار کاوه چې د غزې جګړه به پای ته ورسوي.
د امریکا د سنا جرګې غړي ټیم برچټ د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح واشنګټن ته بللی.
نوموړي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« ولسمشر امرالله صالح ته یې بلنه ورکړې تر څو واشنګټن کې له ده سره د افغانستان د وضعیت او خلکو په اړه وغږېږي.»
د امریکا د سنا مجلس دغه غړي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، تر هغې چې طالبان واک کې وي؛ نو د امریکا لپاره به ګواښ په خپل ځای وي.
د طالبانو د عامې روغتیا مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انستیتونو له مسؤلینو غوښتي چې سر له نن نه طبي انستیتیوتونو (قابله ګي، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) څانګو کې ښځینه زدکوونکو ته نوره د ورتګ اجازه ورنکړي.
هغه په دې اړه د انستیتیوتونو مسؤلینو ته فقط همدومره ویلي، چې دا اخري فیصله ده او په دې اړه خبرې زموږ ستاسې له صلاحیته لوړې دي.