جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 824

د مقاومت په نوم جبهه:تخار کې مو د طالبانو حکومت درې د استخباراتو غړي وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په تخار کې د طالبانو حکومت د استخباراتو درې کسان یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دوی ویلي، دا پېښه تېره ورځ په مرکز تالقان کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د برید له کبله د طالبانو حکومت یو موټر هم ویجاړ شوی دی.

بل لورته د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لاپیډ؛په اسرائیلو کې د حکومت د بدلون وخت را رسېدلی

0

د ا سرائیل حکومت د اپوزیسون مشر یایر لاپید ویلي، چې په حکومت کې د بدلون او جګړې د پای ته رسېدو وخت را رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د اسرائیل اوسنی حکومت نه پوهېږي چې سوله څه ډول وکړي.

د لاپیډ په خبره، د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي لحاظه د اسراییلو په ګټه ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د نتنیاهو په حکومت توندې نیوکې شوې، چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو نیت نه لري.

احمد مسعود:هڅه کوو له طالبانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه ویلي، د طالبانو ژبه د دوی له کړنو سره توپیر لري.

د مسعود په خبره، یادې ډلې په تېرو دېرشو کالونو کې خلکو ته دروغ ویلي او فریب یې ورکړی دی.

نوموړي تر دې وړاندې بیا ویلي وو، چې له طالبانو سره به په هر ډول حالاتو کې مقاومت کوي.

جورجیا کې؛یو زده کوونکي دوه ښوونکي او دوه زدکوونکي وژلي دي

0

جورجیا کې د ښوونځي یو زده کوونکي څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده پېښه د یو ښوونځي په دننه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې قربانیان دوه زده کوونکي او دوه ښوونکي دي.

په همدې حال کې بیا په ټپیانو کې یو ښوونکى او اته نور زده کوونکي شامل دي.

لاهم د برید انګېزه نه ده معلومه؛ خو مسوولین وايي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او څېړنې روانې دي.

د شمالي کوریا ولسمشر؛دندو کې د غفلت له کبله دېرش چارواکي اعدام کړي

0

د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هېواد دېرش چارواکي اعدام کړي دي.

د جنوبي کوریا Chosun تلویزیون ویلي چې یاد کسان د ځمکې ښویېدو په مدیریت کې د پاتې راتلو له امله اعدام شوي دي.

دا کسان وروسته تر هغې اعدامیږي چې د دغه هېواد په چاګانګ ښار کې د سیلابونو له کبله زرګونه کسان ووژل شول او تر پنځلس زرو ډېر ټپیان شول.

یاد کسان په خپله وظیفه کې د فساد له کبله په اعدام محکوم شوي دي.

سرچینې:خوست کې پاکستان سره پر فرضي کرښه جګړه رامنځته شوې

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د خوست په ځاځي میدان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې.

نښته نیم ساعت وړاندې رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.

تر اوسه د دغې جګړې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییزې سرچینې:د تخار مرکز تالقان کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې چاودنه شوې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، چاودنه د کابل بندر کې شوې ده.

که څه هم تر اوسه په دې اړه وروستي جزیات نشته؛ خو ویل کېږي چې چاودنه د طالبانو حکومت د استخباراتو د یو کارکوونکي په موټر شوې.

ننګرهار کې؛ ټرافيکي پېښې پنځه تنه وژلي

ننګرهار کې؛ د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه تنه وژل شوي.

پېښه په رينګ روډ ساحه کې د کرولا او ټیلر موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې له امله يې کرولا موټر کې ناست د درې ميرمنو په ګډون ۵ تنه وژل شوي.

په شهيدانو کې مور، دوه يې زامن، لور يې او يوه يې ننګور شامله ده.

رینا امیري:طالبانو ته مې صبر په ختمېدو دی

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون له عمومي ټولنې د ښځو بشپړ لرې کولو په معنی دی.

هغې ویلي، په دې اړه یې نور صبر پای ته رسېدلی.

نوموړې یو وار بیا له افغانانو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.

رینا امیري دغه راز د امرباالمعروف د وروستي قانون په اړه له قطري چارواکو سره اندېښنې هم شریکې کړې دي.

د بشري حقونو سازمان:ایران په اګسټ میاشت کې سل تنه اعدام کړي

0

د بشري حقونو سازمان وایي، ایران په اګست میاشت کې سل کسان اعدام کړي دي.

یاد سازمان ویلي، په دغو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۸ بلوڅان، او ۹ کردان اعدام شوي دي.

له دې سره په تېرو ۸ میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۴۰۲ کسانو ته رسېږي.

په دغو کسانو ۵۰ تنه د قتل او ۴۶ نور د نشه‌یي توکو په تور اعدام شوي دي.