جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 822

د طالبانو د خوست مرستیال والي؛ پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپئ

د طالبانو د خوست مرستیال والي خپلو امنیتي سرتېرو ته امر کړی چې پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپي.

نوموړي ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي، هیچاته باید اجازه ورنکړل شي، چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

په دغه نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي وه او پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

رفیع اکلیل؛برېټانیا کې افغان سفارت د سپټمبر په ۲۷مه تړل کېږي

لندن کې افغان قنسل رفیع اکلیل ویلي، په پام کې ده چې برېټانیا کې د افغانستان سفارت د کوربه هېواد په رسمي غوښتنه د روان کال د سپټمبر په ۲۷مه وتړل شي.

نوموړي ویلي، یاد تصمیم د کوربه هېواد د لزوم دید پر اساس نیول شوی.

هغه له ټولو همکارانو او کارکوونکو مننه کړې.

د یادونې ده چې تېره شپه د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت افغان سفارت ته د تړل کېدو خبر ورکړی و.

د جمهوریت والي؛محمد حلیم فدایي د امارت وزیر ته د مناظرې چلنج ورکړ

په تېر جمهوري نظام کې د خوست والي حلیم فدایي د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د مناظرې چلنج ورکړ.

حلیم فدایي لیکلي،” د لوړو زده کړو د ټیټ وزیر همدې ټیټو خبرو په اړه د قرآن او حدیث رڼا کې حاضر یم چې له نوموړي سره د رسنیو پر وړاندې بحث وکړم.”

فدایي دغه راز زیاته کړې چې د لوړو زده کړو وزیر ان د بغدادي قاعدې حروف هم په درست ډول نشي ادا کولای.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم ویلي وه چې د نجونو د زده کړو د روا او ناروا په اړه د علماوو تحقیق روان دی.

برېټانیا؛لندن کې د افغان سفارت تړلو پرېکړه کړې

برېټانیا لندن کې افغان سفارت ته خبرداری ورکړی چې خپلې چارې ودروي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې لندن کې له افغان سفیر زلمي رسول سره شریکه کړې.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سفارت طالبانو ته هم نه سپاري او په سمدستي ډول به یې ټولې چارې په ټپه ودریږي.

دا په داسې حال کې ده چې المان هېواد هم تېره ورځ په بن او برلین کې د افغان قونسلګریو فعالیتونه غیر قانوني وبلل.

لکي مروت کې؛د پي ټي ایم غړی نویدالله له خپل ورور سره یو ځای وژل شوی

0

نامعلومو وسله والو په لکي مروت کې د پي ټي ایم غړی نویدالله او د هغه ورور وژلی.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

نویدالله په دغه سیمه کې د پي ټي ایم د همغږي کوونکي په توګه کار کوو.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت؛نړۍ باید مونږ د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې ته یوازې پرېنږدي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د نشه‌يي توکو د هغو قاچاقبرو مخه باید ونیول شي، چې د ښار په منځ کې دا توکي نورو ته رسوي.

هغه نن د نشه‌يي توکو د مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د دغو توکو مخنیوي لپاره باید قوي مبارزه وشي.

متقي سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید په هر اړخیزه توکه کار وشي.

بل لورته په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر او سیاسي مرستیال سراج الدین حقاني له نړۍ غوښتي چې دوی د نشه‌يي تکو پر وړاندې مبارزې ته یوازې پرېنږدي.

سرچینې؛د پاکستاني پوځیانو او طالب سرتېرو ترمنځ نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي

باوري سرچینې وايي، چې د طالب سرتېرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته زیان اوښتی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي دي.

سرچینه د پاکستان لوري ته هم د یو شمېر پوځیانو ټپي کېدل مني؛ خو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

دا نښته نن ماښام مهال د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ځاځي میدان؛یو وار بیا د طالب سرتېرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښټه شوې

باوري سرچینې وايي چې نن یو وار بیا د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

تر اوسه په دغه نښته کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوی؛ خو ویل کېږي چې نښته د افغانستان په خاوره کې د طالب سرتېرو له لوري د پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په دغه سیمه کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

له څه باندې ۳۶ میاشتو وروسته؛لاهم افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي

له شپږ دېرش میاشتو زیاته موده وشوه چې د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت وایي، ښوونځي یې تر امر ثاني پورې تړلي؛ خو ۱۰۸۵ ورځې وشوې، چې په دې اړه دویم امر نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې په دې اړه د علماوو تحقیق روان دی، که روا وې دوی به هم اجازه ورکړي او که روا نه وې؛ نو همداسې به تړلي وي.

د ندیم دغو څرګندونو په کور دننه او بهر د ګڼو علماوو او خلکو غبرګونونه را وپارول.

کرزي؛افغانستان کې د پولیو زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور د اندېښنې وړ بللی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د روغتیا نړیوال سازمان پر هغه راپور اندېښنه ښودلې چې ویلي وو، افغانستان کې د پولیو ناروغي زیاته شوې.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې په دې اړه جدي هڅې وکړي.

هغه د دغو ناروغیو اصلي علت د ناروغیو زیاتوالی بللی او د طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

بل لورته کرزي د رسنیو د راپورونو پر اساس لیکلي چې د هېواد په ځینو سیمو کې کور په کور واکسین هم منعه شوي.