شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 817

سراج الدین حقاني:دوښمنان زموږ له یووالي څخه ویره لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، دوښمنان د دوی له یووالي څخه وېره لري نو باید دوی هم له بدګمانۍ او شکونو ځانونه وساتي.

نوموړي کونړ کې طالب سرتېرو ته په یو سیمینار کې د بیت المال پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له اضافي لګښت باید ډډه وشي.

حقاني دغه راز ویلي چې دوی باید له ځان غوښتنې او منصب غوښتنې ډډه وکړي.

د یادونې ده چې سراج الدین حقاني سره دغه سیمینار کې د ګډون لپاره کونړ ته د امربالمعروف وزیر او نور چارواکي هم تللي دي.

معصوم ستانکزی:دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو وژنه د بشریت ضد جنایت دی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا بې رحمانه وژنه د بشریت ضد جنایت دی.

نوموړي ویلي، چې دغې پېښې عاملین باید د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او دعا یې کړې چې خدای دې زموږ ولس له ظلم او استبداد څخه وژغوري.

عبدالله:دایکندي کې د بې‌ګناه هېوادوالو وژلو خواشینی کړی یم

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې چې د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول وژلو خواشینی کړی یم.

ساغلي عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو دغه بې رحمانه وژنه په کلکه غندي.

نوموړي ویلي، چې د دې پېښې شهیدانو ته د جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.

د ازادۍ په نوم جبهه:طالبانو د هزاره ګانو وژلو ته مخه کړې او په یوه او بله پلمه یې وژني

د ازادۍ په نوم جبهې په دایکندي کې د ۱۴ هزاره ګانو وژنه جنایت بللی.

که څه هم د دغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی؛ خو د ازادۍ جبهې یې پړه پر طالبانو ور اچولې.

دوی ویلي، طالبانو د هزاره ګانو وژلو ته مخه کړې او پر یوه او بله پلمه یې یا وژني او یا یې کډوالۍ ته مجبوروي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې د دغې پېښې د عاملینو په اړه پلټنې کوي.

یو شمېر ولایتونو ته؛ د ملا هبت الله سفر پای ته ورسېد

یو شمېر ولایتونو ته د طالبانو حکومت د مشر هبت الله احندازده سفر پای ته ورسېد.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا سفر د سنبلې میاشتې په اوومه هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ته پیل شوی وو، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.

خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي په دې سفر کې د ولایتونو له مسؤلینو او یو شمېر قول اردګانو څخه لیدنه وکړه چې تر ډېره یې خبرې په پیروي، له خلکو سره په ښه چلند او له تعصب څخه پر ډډې کولو ور ټولې وې.

دا لومړی ځل دی چې ملا هبت‌الله د ولایتونو په سفر وځي.

نبیل:دایکندي کې د ۱۴ کسانو وژنه بوږنونکې پېښه ده

د جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دایکندي کې د ۱۴ هزاره‌ګانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د تاوتریخوالي بوږنونکې بڼه ده.

نوموړي د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

د نبیل په خبره، دا د ټول افغانستان د روح زخمي کېدو په معنی ده او اوس مهال اړتیا ده چې لاس په لاس شو او د یو نوي روایت پر اساس هېواد جوړ کړو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تائید کړې.

سرچینې:تاجک قومندان عبدالقیوم صداقت د طالبانو له حکومت لار بېله کړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د طالبانو په لیکو کې تاجک قومندان عبدالقیوم صداقت له یاد حکومت لار بېله کړه.

نوموړي چې فاریاب کې یې دنده کوله، وروسته له هغې دا کار کوي چې د دغه ولایت امنیه قومندان څو ورځې وړاندې خپله دنده پرېښوده.

تر اوسه د دغې استعفا دلیل نه دی معلوم.

د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې دا څویم تاجک طالب قومندان دی چې له دندې استعفا کوي.

ناڅرګندو وسله والو؛د غور او دایکندي ترمنځ قردیوال سیمه کې ۱۱ تنه وژلي

ناڅرګندو وسله والو په یو برید کې د غور او دایکندي ترمنځ قردیوال سیمه کې ۱۱ کسان وژلي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یاد کسان د غور اوسېدونکي وو.

دغه برید وروسته تر هغې شوی، چې ځینې اوسېدونکي د کربلا زیارت کوونکو هرکلي ته ورغلي وو.

ویل کېږي، چې د تلفاتو شمېر لوړ دی، خو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نشته.

لاهم کوم چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو عدلیې وزارت:که هر چا زمونږ په قوانینو نیوکه وکړه؛ نو له شرعي چلند سره به مخ شي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي، تر دې وروسته که هر چا د طالبانو حکومت پر قوانینو نیوکه وکړه؛ نو له شرعي چلند سره به مخ شي.

دوی پرته له دې چې د کوم قانون نوم واخلي ویلي، چې د دوی هره ماده او هر قانون د قران پر اساس جوړ شوی او نیوکه پرې په قران او اسلام نیوکه ده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د یادې ډلې نوی قانون په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شو.

کرزی:هېواد کې د مهمو پروژو د پرمخ وړلو لپاره مسلکي کدرونو ته اړتیا ده

‏د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده.

ښاغلي کرزي ویلي، چې په هیواد کې دننه ددې پروژې د چارو د پیلېدو استقبال کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د ترقي لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره معنی ضروري دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هیواد کې د تعلیم او روزنې د ودې زمینه برابره کړي.