شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 815

د الجزیرې مقاله؛ګڼو طالب چارواکو له افغانستان څخه خپل کورونه اېستلي دي

الجزیرې یوه مقاله کې لیکلي، چې ډیرو طالب چارواکو خپلې کورنۍ له افغانستان څخه ایستلي دي.

مقاله کې د دغه کار علت د طالبانو له مشر د طالب چارواکو نارضایتي ښودل شوې.

راپور کې دغه راز راغلي چې طالب چارواکو ویلي، بهر کې یې ژوند خوندي او اولادونه یې زده کړې کوي.

دغې مقالې کې د قطر پوهنتون د دوکتورا نوماندې لکشمي ونګوپال لیکلي چې یاده مقاله له ګڼو پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د مرکو پر اساس جوړه شوې ده.

مقاله کې ویل شوي چې کندهار ټول واک او پرېکړې انحصار کړي او ځینې محافظه کار طالبان هم غږ نشي پورته کولای.

د بلوچستان په هرنایي کې؛یو کان کې پنځه افغانان وژل شوي دي

د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې د دوو ورونو په ګډون، پنځه افغانان وژل شوي دي.

یاد کسان په شهرګ سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د زهرجنو ګازو خپرېدو له کبله وژل شوي دي.

د پاکستان چارواکو ویلي، چې په کان کې میتان ګاز خپور شوی وو، چې له کبله یې کارکوونکو خپل هوش له لاس ورکړی وو.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو جسدونه به افغانستان ته ولېږدوي.

د یادونې ده چې دغه کان ته شپږ کسان ور ننوتي وو، چې یو یې بې هوښه موندل شوی او پنځه نور مړه شوي دي.

مدودوف: که اوکراین پر دوی توغندي استعمال کړي، نو دوی به دغه هېواد له خاورو سره یو ډول کړي

0

د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودوف خبرداری ورکړی، چې که اوکراین پر دوی د لویدیځ لرې واټن ویشتونکي توغندي استعمال کړي، نو دوی به دغه هېواد له خاورو سره یو ډول کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوکراین له لویدیځ غوښتنه کوي، چې د روسیې پر خاوره د غرب د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارونې اجازه ورکړي.

څو ورځې وړاندې امریکا او برېتانیا هم د اوکراین له لوري له دغو توغندیو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې وې.

انصاري:د بلوچستان پولیس ټوپکې نه لري؛ خو مخالفین مو په هغو عصري وسلو سمبال دي چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوي

د بلوچستان د پولیسو مشر یو وار بیا ادعا کړې چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې هغو ډلو ته په لاس ورغلي، چې په بلوچستان او پښتونخوا کې جګړه کوي.

معظم جاه انصاري ویلي، د دوی پولیس عصري وسلو ته لاسرسی نه لري؛ خو مخالفین یې ان د شپې دوربینونه هم لري.

د هغه په خبره، د دوی پر وړاندې له هغو ټوپکو او عصري وسلو ګټه اخېستل کېږي، چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وې.

میدان وردګ کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

میدان وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي چې دا پېښه د یو بار وړونکي او فلډر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دی.

پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل – کندهار پر لویه لار د مرکز ميدان ښار اړوند تورو تیږو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې پلار، مور او لور شامل دي.

زاهد شاه:له افغان طالبانو سره د خبرو ملاتړی یم

د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر زاهد شاه ویلي، چې دی هم د ستونزو حل کولو لپاره له افغان طالبانو سره د خبرو ملاتړی دی.

هغه د پاکستان پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلام اباد د دغو خبرو لپاره مناسب نه دی.

تر دې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا علی وزیر علي امین ګنداپوري هم له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې وه.

بل لورته دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ویلي وو چې هیڅوک د پاکستان حکومت په استازولۍ له طالبانو سره خبرې نشي کولای.

سرچینې:قلات او کچلاک کې ۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي کچلاک کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د دوو پوځیانو له وژلو خبر ورکوي؛ یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې دغه برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل لورته قلات کې هم پر پوځیانو برید شوی چې لس تنه پکې وژل شوي.

په ورته مهال بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني پوځیانو پر بېلابېلو پوستو د بریدونو خبر ورکړی.

د یادونې ده چې اوس مهال په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي.

د فوټسال سیالیو په لړ کې؛افغانستان نن د انګولا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

0

ټاکل شوې چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د انګولا پر وړاندې سیالي وکړي.

یاده سیالي نن د ازبېکستان پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.

دا د سي ګروپ لوبډلو ترمنځ سیالۍ دي، چې افغانستان، ارجنټاین، انګولا او اوکراین په کې شامل دي.

د یادونې ده چې دا سیالۍ تېره ورځ د ۲۴ هېوادونو ترمنځ پیل شوې دي.

د سپټمبر پنځسلمه؛د دیموکراسي نړيواله ورځ؛ خو افغانان په کوم وضعیت کې دي؟

د سپټمبر ۱۵مه د دیموکراسي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ افغانستان کې په داسې حال کې راځي، چې افغانان له تېرو درې کالو راهیسې له خپلو حقونو بې برخې دي او په کور دننه د بیان ازادي هم له منځه تللې ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دې موخه نومول شوې، چې غړي هېوادونه یې دیموکراسي ترویج کړي؛ خو افغانستان چې د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، له تېرو درې کالو راهیسې په کې دیموکراسي زندۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه لسیزې په افغانستان کې د جمهوریت تر چتر لاندې افغانانو په دیموکراسي کې ژوند وکړ او نږدې یو نسل یې په دغه موده کې راستر شو؛ خو اوس ورنه د هر څه حق اخیستل شوی دی.

د سند ایالت له زندانونو؛۴۴ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته لېږل شوي

د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۴۴ افغان کډوال ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وایي، د ۲۱ زده کوونکو په ګډون یې ۴۴ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو راخوشې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته لېږل شوي.

د یادونې ده، چې له تېرو دوو کالو راهیسې پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول په بې ساري ډول زیات شوي دي.