شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 814

متقي:مونږ د وسله والې مبارزې جریان کې هم له ټاپي پروژې ملاتړ کاوه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وایي، د ټاپي له پروژې بشپړ ملاتړ کوي او هیله لري، چې دخیل هېوادونه هم ورنه په اساسي ډول ملاتړ وکړي.

امیرخان متقي کابل کې یوې غونډې ته ویلي، هیله لري چې دا پروژه په ټاکلي وخت سرته ورسیږي.

د متقي په خبره، دوی د وسله والې مبارزې وخت کې هم د دغې پروژې ملاتړ کړی او اوس یې هم ترکمن لوري ته بشپړ ډاډ ورکړی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې افغانستان دغې نل لیکې ته تر ټولو زیاته خاوره ورکړې؛ خو کم ټرانزیټ یې اخلي.

نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د متقابل احترام په چوکاټ کې اړیکې غواړي او د عربي نړۍ سره اړیکو ته زیاته ترجیح ورکوي.

د کابل‌-‌جلال اباد پر لار؛ د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

‏د کابل – ننګرهار پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه د یو مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د یادونې ده، چې په ټپیانو کې هم د یو شمېر کسانو وضیعت نازک ښودل شوی.

د افغانستان فوټسال لوبډلې بریا؛د پخوانیو چارواکو په ګډون، د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو ستایلې ده

د انګولا پر وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې بریا ګڼو افغانانو ستایلې ده.

په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او د کرکټ یو شمېر لوبغاړو د دغې سیالۍ له کبله مبارکي ویلي او د افغان لوبډلې هڅه یې ستایلې ده.

افغان لوبډلې د فوټسال په نړۍوال جام کې تېره ورځ ناوخته انګولا ته شپږ پر څلور ماتې ورکړه او خپله لومړۍ لوبه یې وګټله.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به راتلونکې چهارشنبه له ارجنټاین سره سیالي ولري.

افغانستان د فوټسال نړیوال جام په سي ګروپ کې دی، چې ارجنټاین او اوکراین لوبډلې هم ورسره دي.

سږنی نړیوال جام د تاشکند په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوی دی.

اسماعیل خان:د طالبانو د مشر فرمانونه د امین او ترکي په څېر دي

جهادي قومندان اسماعیل خان وايي، د طالبانو د مشر فرمانونه هم تر امین او ترکي کم نه دي.

هغه ویلي، دوی افغانستان په یو زندان بدل کړی او مونږ باید خپل خلک له دغه زندان څخه وباسو.

اسماعیل خان په دایکندي کې وروستۍ پېښې ته په اشارې ویلي، چې دوښمن په هیچا رحم نه کوي او اړتیا ده، چې اوس مونږ باید یو بل ومنو.

هغه پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د یوې نوې طرحې پر اساس باید افغانستان له دغه حالت څخه را و وېستل شي.

پر جګړه د مسعود ټینګار؛طالبانو سره د مذاکراتو دروازې پرانېستو لپاره له جګړې پرته بله لار نشته

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود ویلي، نړۍ د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو پرېکړې ته په تمه ده.

مسعود د شهید اوونۍ په نسبت جوړه شوې غونډه کې یو وار بیا په جګړه ټینګار کړی.

هغه ویلي، دوی د مذاکراتو لار پرانېستو لپاره له جګړې پرته بله لاره نه لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د نړۍ او طالبانو اړیکې د تکتیکي ګټو پر اساس ولاړې دي.

دوستم:د مقاومت جبهې ټول ازبکان له پامه غورځولي

د جمهوري حکومت ستر جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د مقاومت جبهې او جمعیت ګوند ټول ازبکان له پامه غورځولي او ټول افغانستان ته د خپلې درې له سترګو ګوري.

نوموړي د مقاومت شورا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د پنجشېر مشرانو ته دوه ځله واک سپارل شوی او ټول قدرت هم له دوی سره و؛ خو پرته له دې چې کابل کې ځمکې ونیسي؛ نور یې هیڅ نه دي کړي.

هغه ویلي، دی خپله اتل دی او احمد شاه مسعود ته کومه اړتیا نه لري.

هغه د امرالله صالح له لوري د طالبانو حکومت پر وړاندې هزاره ګانو ته د جګړې وړاندیز هم نقد کړی او ویلي یې دي، چې یوازې پردي زامن په کې وژل کېږي.

افغان خبریال؛عبدالعزیز سخي زاده په پاکستان کې ټپي شوی

افغان خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له لوري ټپي شوی دی.

هغه پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه لس بجې خپل کورته نږدې پرې برید شوی.

نوموړي ویلي، د سر په برخه کې یې ټپ خوړلی دی.

هغه د وسله والو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ افغان خبریالان په پاکستان کې له دا ډول بریدونو سره مخ شوي دي.

یوسفزۍ:د افغان ښځو مبارزه الهام بخښونکې ده او طالبان به د خپلو جنایتونو ځواب ووایي

د سولې نوبل جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ وایي، طالبان باید د هغو جنایتونو ځوابونه ووایي، چې دوی یې مرتکب دي.

نوموړې یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې مونږ او متحدان مو مسلسل کار کوو، ترڅو طالبان دغه ځواب ته قانع کړو.

د یوسفزۍ په خبره، نړۍ د افغان ښځو غږ اوري او پرې خاموش نه ده.

هغې د افغان ښځو مبارزه الهام منونکې یاده کړې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو پالیسي یې له عام ژوند څخه د مېرمنو څنډې ته کول بللي.

د امریکا؛ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ترڅنګ ډزې شوې دي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، ډونالډ ټرمپ په فلوریدا ایالت کې ګلف لوبه کوله چې څنګ ته یې ډزې شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې بریدګر کلاشینکوف ( AK-47) ډوله وسله پر ځای پرېښې او تښتېدلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې بریدګر وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی؛ خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې پر ټرمپ په یوه غونډه کې هم برید شوی وو.

د ملا هبت‌الله؛د فرمان پر اساس یو لړ نوې ټاکنې ترسره شوې دي

د طالبانو حکومت د مشر په فرمان یو لړ ټاکنې ترسره شوې، چې له مخې یې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر ادریس د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی او د دغې ادارې رییس فقیر محمد زیار د طبي شورا د رییس په توګه ټاکل شوی.

د دغه فرمان پر اساس، د هلمند ولایت د اقتصاد رییس مولوي شریف د فراه ولایت امنیې قومندان په توګه ټاکل شوی.

دغه راز بیا د کندهار زون نظامي محکمې رییس مولوي غلام رسول احساني د فراه ولایت استنیاف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.