پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 8

امیرخان متقي؛د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال سره د افغانستان، امریکا او سيمې پر وضعيت خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمه‌ییز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د امریکايي اسیر د خوشې کېدو په برخه کې د متحده عربي اماراتو له منځګړتوب مننه کړې او ټینګار یې کړی چې پاتې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه د سیمې د روان وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

بلخوا، عبدالله بن زايد آل نهیان د افغانستان او امریکا اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات به په دې برخه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او په اماراتو کې د افغانانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی دی.

کریم خرم:افغانستان باید د پاکستان پر بمبارۍ نړیواله دعوه وکړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم ویلي چې د افغانستان ملي ګټې د افرادو له سیاسي اختلافونو ډېرې مهمې دي او حکومت باید د پاکستان د وروستۍ بمبارۍ په اړه په نړیواله کچه اقدام وکړي.

کریم خرم ویلي، څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې سلګونه بې‌ګناه افغانان ووژل شول، د افغانستان حاکمیت نقض شو او د هېواد پر خاوره ښکاره تېری وشو.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان دولت باید په نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو کې، د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل حق د اعادې لپاره رسمي دعوه ثبت کړي.

نوموړي زیاته کړې چې که څه هم ملګري ملتونه اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د افغانستان دولت لا هم د نړیوالو ادارو له خوا د یوه هېواد په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، نو ځکه باید د افغانستان استازی په ملګرو ملتونو کې د همدې موضوع د مطرح کولو لپاره وکارول شي.

کریم خرم دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت باید د نړیوالو حقوقدانانو مرسته هم راجلب کړي، تر څو د هېواد او ملت د حقونو دفاع وشي او دا موضوع په نړیواله کچه تعقیب شي.

د اماراتو د دفاع وزارت:د ایران لخوا را توغول شوي ۳۷ بې‌پیلوټه الوتکې او ۲۰ بالستیک توغندي شنډ شوي

0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شنبې په ورځ یې د هوايي دفاع سیستمونو ۳۷ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) او ۲۰ بالستیک توغندي چې د دغه هېواد پر لور توغول شوي وو، له منځه وړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا بریدونه د ایران او امریکا-اسرائیلو تر منځ د جګړې له پراخېدو وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم رسېدلي، او امارات هم څو ځله د ډرون او توغندیو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

وزارت ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې د اماراتو هوايي دفاع په ټولیز ډول:
۱۸۷۲ بې‌پیلوټه الوتکې
۱۵ کروز توغندي
۳۹۸ بالستیک توغندي شنډ کړي دي.

د راپورونو له مخې، ډېری توغندي او ډرونونه د اماراتو د هوايي دفاع له لوري ویشتل کېږي، خو کله ناکله د هغوی پاتې شوني په ابوظبۍ او دوبۍ کې پر استوګنیزو سیمو هم لوېږي او لږ زیانونه اړوي.

مسعود پزشکیان:که د سیمې هېوادونه امنیت غواړي، نو د ایران پر ضد جګړې ته دې اجازه نه ورکوي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د سیمې هېوادونه که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي وي، باید اجازه ور نه کړي چې د ایران پر ضد جګړه د هغوی له خاورې اداره شي.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې ایران څو ځله اعلان کړی چې مخکینی برید نه کوي، خو که پر بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو برید وشي، نو سخت ځواب به ورکړي.

پزشکیان د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړې چې که هغوی ثبات او پرمختګ غواړي، باید د ایران دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړې لپاره استفاده وکړي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.

عباس عراقچي هاکان فېدان ته:د امریکا متضاد چلند د ستونزو اصلي لامل دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د روانو ستونزو اصلي لامل د امریکا متضاد چلند او غیرمنطقي غوښتنې دي.

هغه ویلي چې د امریکا چارواکو خبرې او کړنې یو له بل سره برابر نه دي او دا وضعیت د دوی پر نیتونو شک زیات کړی او د فریبکارۍ په اړه یې بدبیني پیاوړې کړې ده.

عراقچي همدارنګه د ترکیې او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هغو هڅو مننه کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې ترسره کوي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي.

حامد کرزی:د هالنډ دموکرات ګوند کې څانګه صدیقي ته د غړیتوب مبارکي وایم

‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي څانګې صدیقي ته د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د رهبرۍ شورا سیاسي غړیتوب چې د زوترمیر په ښار کې یې ترلاسه کړی، مبارکي ویلې.

حامد کرزي ویلي، چې دا بریا د هغې د شخصي هڅو پایله ده او د افغان نجونو وړتیا او لیاقت ښيي.

هغه زیاته کړې چې که مناسب شرایط برابر شي، نجونې کولای شي په کور دننه او بهر په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه او مثبته برخه واخلي.

کرزي څانګې صدیقي ته د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړې.

نټ بلاکس:ایران کې پر انټرنېټ بندیز یوې میاشتې ۶۷۲ساعتونو ته رسیدلی

0

د انټرنېټ د څار نړیوال بنسټ (NetBlocks) نټ بلاکس تازه ویلي چې په ایران کې د انټرنېټ سراسري محدودیتونه تر یوې میاشتې زیات دوام کړی او لا هم د پای نښې نه لیدل کېږي.

د معلوماتو له مخې، دا بندیز تر اوسه ۶۷۲ ساعتونو ته رسېدلی دی.

د یاد بنسټ په ارزونه کې راغلي چې دا وضعیت نه یوازې د خلکو ترمنځ د اړیکو مخه نیسي، بلکې د رسنیو فعالیتونه او د معلوماتو خپرېدل هم له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت:ایراني ترانزیټي موټر له ویزې پرته هرات ته داخلېدلی شي

د هرات ولایت ځايي طالب چارواکي وايي چې د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره په اسلام‌کلا بندر کې د ترانزیټي تګ راتګ لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به د ایران ترانزیټي موټر د ځانګړو ترتیباتو له مخې وکولای شي خپل سوداګریز توکي د بندر په ټاکل شویو ځایونو کې تخلیه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د چټکتیا او د ترانزیټي چارو د اسانتیا لپاره شوې ده، څو سوداګریز توکي ژر بازارونو ته ورسېږي.

د چارواکو په وینا، تمه کېږي چې د دې تګلارې له عملي کېدو سره به د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او د بازارونو په بیو کې به هم یو څه کموالی رامنځته شي.

سوداګر بیا وایي که دا پروسه په منظم ډول دوام وکړي، نو د افغانستان او ایران تر منځ به سوداګریز تګ راتګ لا پراخ شي او د سرحدي بندرونو فعالیت به هم زیات شي.

د یمن حوثي ډلې؛په لومړي ځل په مستقیم ډول پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي

0

د یمن د حوثي ډلې ویاند اعلان کړی چې د روانو سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره پر اسرائیل د توغندیو برید ترسره کړی دی.

نوموړي ویلي، دا برید د څو توغندیو په ویشتلو ترسره شوی او د دوی په وینا، د جګړې د پراخېدو یوه نوې مرحله بلل کېږي.

د حوثیانو د څرګندونو له مخې، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې د اسرائیل لخوا په ایران، لبنان، عراق او فلسطیني سیمو کې پر زیربناوو بریدونه دوام لري.

دوی ټینګار کړی چې دا برید د یادو حملو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د دې ډلې ویاند خبرداری ورکړی چې تر هغه وخته به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د دوی په وینا تجاوز په ټولو جبهاتو کې پای ته ونه رسېږي.

کونړ؛په سرحدي سیمو د پاکستاني مرمیو لګېدو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې

د کونړ ولایت ځایي اوسېدونکي وايي چې د پاکستان له لوري د سرحدي بریدونو له زیاتېدو وروسته په یو شمېر سیمو کې خلک اړ شوي چې خپلې کورنۍ له سرحدي سیمو وباسي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.

د خلکو په وینا، د توپونو مرمۍ د منورې ولسوالۍ ترڅنګ د اسعداباد ښار په ځینو نږدې سیمو کې هم لګېدلې دي، چې له امله یې د کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو شخصي شتمنیو ته زیان اوښتی دی.

بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستیو بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې ته نږدې د څو ولسوالیو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او اوس په نسبي خوندي سیمو کې ژوند کوي.

دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د سرحدي سیمو د خلکو ستونزو ته تر اوسه د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له لوري جدي پام نه دی شوی.