دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 797

امریکایي سناتور:اسرائیلو د حسن نصرالله د وژلو لپاره امریکایي بم کارولی

0

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر سناتور مارک کیلي له NBS سره مرکه کې ویلي، هغه بم چې حسن نصرالله پکې ووژل شو، د امریکا لخوا جوړ شوی و.

مارک کیلي ویلي، چې اسرائیلو د حسن نصرالله د وژلو لپاره دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې په څرګنده توګه د اسرائیلو ملاتړ کوي.

اسرائیلو تر اوسه دا نه دي ویلي، چې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژلو لپاره یې کوم ډول مهمات کارولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ اداره:د طالبانو له لوري د دوو خبریالانو د لس کاله بند محکومولو پرېکړې اندېښمن کړي

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له‌ لوري په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو پرېکړې اندېښمن کړي دي.

د دغه سازمان څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې نېول شوي چې اوس په لس کاله بند محکوم شوي.

یادې ادارې په نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو دغه خبریالان له بنده ازاد کړي.

ویل کېږي، چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلو؛نن سهار وختي د لبنان بیکا سیمه کې بمبار کړی

0

د اسرائیلو جنګي جیټ الوتکو نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې بمبار کړی.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی په دغو بریدونو کې د حزب‌الله د وسلو زېرمې په نښه کړي دي.

د اسرائیل پوځ زیاته کړې، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزب‌الله پوځي وړتیاوې له‌منځه یوسي.

ددغه بریدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات نه دي خپاره شوي.

پزشکیان:د اسرائیل ظالم رژیم هېڅ نړۍوالو معیارونو ته غاړه نه ږدي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د حکومتي پلاوو په غونډه کې د حسن نصرالله وژل کیدو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډول جنایت یو ځل بیا ثابته کړه چې دغه جنایتکار رژیم(اسرائیل) هیڅ نړیوالو معیارونو او چوکاټونو ته غاړه نه ږدي.

ښاغلي پزشکیان ویلي، چې د امريکا او اروپايي هېوادونو د مشرانو هغه ادعاوې، چې د اسماعيل هنيه د وژنې په غبرګون کې یې د اوربند لپاره ایران پر اسرائیل له برید منعه کړ، په بشپړه توګه دروغ ګڼلي دي.

پزشکیان چې په دې غونډه کې یې څنګ ته د حزب الله د مشر حسن نصرالله عکس هم ایښی و، زیاته کړې چې په دې جګړه کې باید لبنان یوازې پاتې نه شي، څو دغه ظالم رژیم د مقاومت د محور پر هېوادونو تېری وکړي.

رویټرز:د حسن نصرالله پر جسد د ټپونو کومه نښه نشته

0

رویټرز اژانس د طبي کارکوونکو یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي، چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله مړی د بیروت په جنوبي څنډه کې د اسرائیلو د هوايي برید له ځای څخه موندل شوی.

د طبي کارکوونکو یادې ډلې رویټرز ته ویلي، چې د حسن نصرالله په جسد ټپونه نشته.

که څه هم حزب الله د شنبې په ورځ د نصرالله مړینه تایید کړه؛ خو د هغه د جنازې په اړه یې څه ونه ویل او دا یې هم روښانه نه کړه چې هغه څنګه وژل شوی دی.

یادې ډلې رویټرز ته ویلي، چې کیدای شي د حسن نصرالله د مرګ لامل د درنو چاودنو غږ او فشار وي.

د اکټوبر ۱۱ مه؛ د منظور داعیه پیغمبري ده!لیکوال: مولوي رحمت الله اندړدیني عالم

0

لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ

منظور وایي، خپل قوم او ولس راویښوي، د غلامۍ هغه ځنځیرونه ماتوي چې د دوی غاړې ته د وخت جبر ور اچولي دي، په خپله خاوره او خپلو وسایلو خپل اختیار غواړي، په خپله خدای ورکړې ځمکه د خپل هویت، حیثیت او وقار غوښتنه کوي.

د خپل قام او ولس د هغو بې وزلو او مظلومو انسانانو د حق غوښتنه کوي، چې اولادونه یې د وحشت، بربریت او جبر تورو زندانونو وخوړل، د هغو لاشونو پوښتنه کوي چې هره ورځ یې د کلي شا و خوا پراته وي او هیڅوک یې د مرګ پور پر غاړه نه اخلي، لنډه دا چې د دې خبرې پوښتنه کوي چې ولې هره ورځ پړ هم زه یم او مړ هم زه یم.

منظور دغه غوښتنې او پوښتنې په ډېره سپېڅلتیا، جرئت، متانت او معقولیت په تش لاس د تور او مستبد رژیم مخې ته ږدي.

هغه ګواښل کېږي، بندي کېږي، ګل – ګل او چنار ـ چنار ملګري یې په دې لاره کې شهیدانېږي، بلکې هره ورځ، هره ګړۍ او هره شېبه یې د سندان او څټک تر منځ تېرېږي.

زولنې یې لاسونو او پښو ته پرتې دي؛ څو لیوانو حلقه کړی، خو ځوان رهبر بیا هم خپله خبره ډېره غوڅه او جوته کوي او وایي که په اټوم بم یې هم کښېنوي تر خپل دریځ او داعیې نه تېرېږي.

دغه ځانګړتیاوې د یوه سپېڅلي داعي او یوې سپېڅلې داعیې دي. منظور د خپلې داعیې پر سپېڅلتیا پوخ باور لري، له همدې امله هر ډول کړاونو ته لکه سپر درېږي او ولاړ دی.

سپېڅلې او پیغمبري داعیه تل د الله تعالی او مظلومو مومنانو په مرسته تکیه کوي، پر خپل مظلومیت له هیچا سره معامله نه کوي.

د اکټوبر یولسمه نېټه رارسېږي، ملنګ رهبر ناسته، ملاسته، خوب، راحت او استراحت په ځان حرام کړي او لګیا دی کور په کور، کلي په کلي ګرځي د خپل ولس د زګېرویو، کړاونو او دردونو کیسې، د خپل وطن د وسایلو او مسایلو کره او بشپړ مالومات راټولوي، د پښتنو د هر مشر په حجره کې یې ګونډه ماته کړې او د دې ورځې د اهمیت په اړه خبره ورته کوي.

منظور وایي، چې په دې ولس او ملت ستره غمیزه تېره شوي؛ خو له هیچا سره یې کره او بشپړ مالومات نه شته.

هغه وایي، زموږ غمېزه یواځې دا نه ده، چې پلرونه، ترونه، وروڼه، زامن او ورېرونه مو لاپته دي؛ بلکې دلته جبر، ظلم او ستم داسې اوج ته رسېدلی چې نه مو سر او نه مو مال او نه مو وقار خوندي دي او زموږ له دې ټولو ستونزو او کړاونو نړۍ وال څه چې خپل وګړې هم په سم ډول خبر نه دي.

د منظور هره چاره پر شفافیت او سپېڅلتیا ولاړه ده، هغه وایي، چې هر ملت د مبارزې او خوځښت لپاره یوه داسې ملي روایت او نریټیف ته اړتیا لري، چې خپل او پردي پرې قناعت وکړي او د هیچا په زړه کې شک پاتې نه شي.

له همدې امله د خپل ولس له کړاو، درد او مظلومیت څخه یوه داسې ملي داعیه او ملي روایت جوړوي، چې د دې ستر پښتون ملت هر وګړی یې بدرګه کړي او په دې لاره کې هر ډول قرباني ته تیار شي؛ ځکه مظلومیت د بشریت او په تېره بیا د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستره داعیه ده، چې هر انسان ته د ظالم پر وړاندې د کلک درېدلو او مقاومت اجازه ورکوي او الله تعالی تل د مظلوم ملګرتیا کوي.

ستر ذات خپل استازي او د هغه ملګرو ته هغه وخت د وسله والي مبارزې اجازه ورکړه، چې کله د دوی پر وړاندې د قریشو ظلم، تېری او تجاوز له زغمه وووت او ورته ویې فرمایل:

«أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ»(۵)

هغو مؤمنانو ته چې جګړه پرې تپل شوي، د جګړې اجازه وشوه؛ ځکه چې پر دوی ظلم شوی دی او یقیناً الله تعالی له دوی سره پر مرسته کولو قادر دی.

منظور د اکټوبر په یوولسمه د مظلومیت دغه روایت ستاسې ټولو پښتنو مخې ته ږدي او له تاسې غواړي، چې اوس د خپل مظلومیت پوښتنه کوئ کنه؟

په خپله خاوره، وسايلو او شتمنیو خپل اختیار غواړئ او که د یوه جابر ریاست په تمه کېنئ؟

لنډه دا چې لږ تر لږه د خپل ستر وجود له ټپونو ځان خبروئ که نه؟

د خپل ځان لپاره د ازادي، عزت، حیثیت او درنښت ژوند غواړئ او که لا هم د غلامۍ تور ځنځیر پر غاړه وړئ؟

پښتون ملته!

ستا د ژغورنې لپاره نه ځانګړی پیغمبر راځي او نه ستا د ژغورنې او هوساینې ذمه واري چا اخیستي ده.

تر څو به ته رټل کېږې، شړل کېږې، شکنجه کېږې، بندي کېږې، لاپته کېږې او وژل کېږې!

تر څو به ستا په سر سودا روانه وي!
تر څو به ته د نیابتي جګړې په مارکیټ کې د تورو خاورو په بیه پلورل کېږې!

تر څو به ته په پردۍ جګړه کې د جهاد او ازادۍ په نامه قرباني یې!

تر څو به ته د دین او اسلام په نامه استخباراتي ملا تسخیر کړی یې!

تر څو به پر تا د ترهګر ټاپې لګېږي!

تر څو به ستا په خلاف جګړه روانه وي، ستا پر اسلام به شک کېږي او تر څو به ته بې وطنه، بې کفنه، بې هویته او بې ارزښته یې!!!

د اکټوبر یوولسمه ستا لپاره برخلیک ټاکونکي ورځ ده، داسې ورځ ده چې ته خپل برخلیک په خپله ټاکي، هیڅوک، هیڅ شی پر تا نه تحمیلوي، ته د خپل ځان په اړه په خپله پرېکړه کوي، د خپل ستر وجود پوښتنه کوي او د خپل حق غوښتنه کوي.

پاڅه!

په هره توره شپه کې روڼ سبا نغښتی، په هره سختۍ پسې اسانتیا راځي او هر غم، مصیبت او درد پای لري.

پاڅه!
د خپل درد او کړاو کسیه وکړه، ستا د درد هره کیسه روایت دی. ستا د مظلومیت له هره داستانه نرټیف جوړېږي.

پاڅه! خپل تاریخ په خپله ولیکه.

پاڅه! ستا له پاڅېدلو پاڅون جوړېږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر:د بریکس سازمان کې نوي غړي هېوادونه نه جذبوو

‏په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې څخه د بریکس راتلونکې غونډه کې د ګډون پرلپسې غوښتنه وکړه، او تردې مهاله یې لا کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د بریکس هیوادونو پریکړه کړې چې نوي هیوادونه د غړو په توګه نشي منلی.

نوموړي ویلي، چې دا پریکړه د بریکس غړو هیوادونو په غوښتنه شوې ده.

ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بریکس د پنځو اصلي غړو برازیل، روسیې، هند، چین، او سویلي افریقا تر څنګ په دې ډله کې شامل شوي دي.

تر دې مهاله شاوخوا ۴۰ هېوادونو په بریکس کې د غړیتوب لپاره لېوالتیا ښودلې او په دې کې نږدې ۲۲ هېوادونو په رسمي توګه په دغې ډلې کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې ددغه اقتصادي سازمان راتلونکې غونډه د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴مې په روسیه کې جوړیږي.

د لبنان لومړی وزیر:په دې سخت وخت کې دې د نړۍ هېوادونه ورسره مرسته وکړي

0

د لبنان لومړي وزير نجيب ميقاتي ویلي، چې په لبنان کې په تېرو دوو اوونيو کې د بې ساري چاودنو او بمباریو له امله نږدې يو ميليون کسان بې کوره شوي دي.

میقاتي له هغو هیوادونو څخه چې د لبنان سره مرسته کوي وغوښتل چې په دې سخت وخت کې د سقوط د مخنیوي لپاره د لبنان مرستې ته راشي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ دغه هېواد کې د اسرائیلو په بریدونو کې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.

د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ ګوټ ګوټ کې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د یوناما نوې مرستیاله؛د خپل ماموریت د پیلولو لپاره تېره ورځ کابل ته راغله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر(یوناما) اعلان کړی، چې د یوناما نوې مرستیاله جورجیت ګانیون د خپل ماموریت د پیلولو لپاره تېره ورځ کابل ته راورسېده.

تر دې وړاندې جورجیت ګانیون د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ په یوناما کې د بشري حقونو د څانګې د مشرې په توګه کار کړی دی.

نوموړی د روانې میاشتې په دریمه نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د یوناما د نوې مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

ایران؛له ملګرو ملتونو غوښتي چې د لبنان په هکله دې بېړنۍ غونډه وکړي

0

په ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي امیر سعید ایرواني د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نه په یو لیک کې غوښتي، چې د لبنان په هکله دې دغه شورا بېړنۍ غونډه را وبلي.

نوموړي ویلي، چې د دې غوښتنې موخه پر لبنان او غزې د اسرائیل بریدونو ته پاملرنه ده.

ایرواني په دې لیک کې لیکلي، چې ایران له امنیت شورا څخه غوښتنه کوي چې د اسرائیل رژیم د ترهګریز یرغل او په لبنان او ټوله سیمه کې د دغه جګړه‌غوښتونکي رژیم د دوامدارو جنایتونو په هکله عاجل ناسته جوړه او د جګړې بشپړ مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو.