سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 789

د کابل سروبي کې؛ د ملا عبدالغني برادر له لوري د لمریزې برېښنا د تولید پروژه پیلیږي

د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، نن د کابل په سروبي کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانېسته کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پروژه به په څو شېبو کې پرانېستل شي.

ددغې پروژې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ایران:د اوبو پالیسي مو بریالۍ وه او وروستي موسم کې د هلمند له سیند ۳۰۰ میلیونه مکعبه اوبه تهران ته بهېدلي

د ایران د اوبو ادارې ویاند فیروز قاسم زاده ویلي، چې د اوبو پالیسي یې بریالۍ وه او وروستي موسم کې د هلمند له سیند څخه ۳۰۰ میلیونه مکعبه اوبه تهران ته بهېدلي دي.

ایرانا خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې دوی د حقابې په برخه کې ډاډه شوي.

هغه ویلي، د مارچ او اپریل وروستیو کې افغانستان کې د بارانونو او سیلابونو له کبله دوی ته په کافي اندازه اوبه رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کالو کې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.

د هوا پېژندنې ادارې؛د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران اټکل کړی

د ټرانسپورت او هوایي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو ولایتونو کې، بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سیلابونو خیتځ کې یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.

له بهرنیو وګړو سره؛د طالب سرتېرو عکسونو غبرګونونه پارولي

له بهرنیو سیلانیانو سره د طالب سرتېرو دغو اخیستل شویو عکسونو ګڼ غبرګونونه راپارولي.

د یادو رسنیو ځینو افغان کاروونکو نیوکه کړې، چې افغانستان کې د نجونو پر زدکړو او ان غږ هم بندیز لګېدلی، خو بهرنۍ سیلانیانې بیا ازاد او لوڅ مخ ګرځي.

دوی وایي، طالبانو بهرنیو ښځینه ګرځندویانو ته اجازه ورکړې، چې ازادې وګرځي او ان دوی ورسره عکسونه اخلي؛ خو د افغانو ښځو او نجونو غږ هم ستر ګڼي.

د پاکستان حکومت؛ماه رنګ بلوڅ نیویارک ته له تګ راګرځولې

0

د بلوڅو د غورځنګ مشره ماه رنګ بلوڅ د پاکستان له نړیوال هوايي ډګر څخه راګرځول شوې ده.

نوموړې ویلي، غوښتل یې چې نیویارک ته ولاړه شي، خو د پاکستان حکومت په غیر قانوني ډول د هغې د سفر مخه نیولې ده.

بلوڅ زیاته کړې، دا کړنه د دې ښکارندوي کوي، چې د پاکستان حکومت په لویه کچه د بلوڅو حق خاموشه کوي او نه غواړي چې پر بلوڅو د لسیزو روان ظلمونه پای ته ورسیږي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د خپلو حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.

وال سټریټ:د بایډن حکومت د غچ اخیستو پر ځای د ایران له اټومي بټیو دفاع کوي

0

وال سټریټ ژورنال ویلي، چې د بایډن حکومت پر اسرائیلو د ایران د برید د غچ اخیستو پر ځای د ایران هېواد له اټومي بټیو دفاع کوي.

دوی دا خبرې وروسته تر هغې کوي، چې د امریکا له ګواښ سره سره، ایران پر اسرائیل برید وکړ؛ خو واشنګټن هیڅ غبرګون ونه ښود.

تر برید وړاندې امریکا ویلي وو، چې دغه برید به ایران ته ناوړه پایلې ولري؛ خو پر تل ابیب د تهران له برید څو ورځې تېريږي، مګر لاهم امریکا چوپه پاتې.

ټي ټي پي؛د قامي لویې جرګې له کبله پښتونخوا کې پنځه ورځې اوربند اعلان کړ

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې اعلان کړی چې پښتونخوا کې له پاکستاني پوځیانو سره پنځه ورځنی اوربند کوي.

یادې ډلې ویلي، چې دا اوربند قومي لویې جرګې ته د درنښت له کبله کوي.

دا اوربند داسې مهال کېږي، چې د پاکستان حکومت تازه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیزونه لګولي.

بل لورته د پاکستان پوځ د یاد اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې ټي ټي پي تر دې وړاندې له قامي لویې جرګې څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړی وو.

د نوبل کمیټې؛د فیزیولوژي په برخه کې د نوبل جایزه دوو امریکایي پوهانو ته اعلان کړه

0

د نوبل کمېټې د فیزیولوژي په برخه کې د نوبل جایزه دوو امریکايي پوهانو ویکتور امیروس او ګري روکون ته اعلان کړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دې دواړو د مایکرو آر این ای کشف او د لیږد وروسته د جینونو تنظیم کولو کې د هغې د رول له کبله د دغې جایزې ګټوونکي شوي دي.

د یادونې ده چې د فزیک، کیمیا، ادبیاتو، سولې او اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي به هم په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

د خوړو نړیوال پروګرام:سږنی میلادي کال یې کابو ۴ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د سږني میلادي کال له پیله تر دې دمه یې له کابو ۴ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د دې مرستو نیمایي ترلاسه‌کوونکي ښځې دي.

یاد پروګرام زیاته کړې، چې دا نغدې پیسې اړمنو ته دا ځواک ورکوي ترڅو پر هغه څه یې ولګوي چې کورنۍ یې ورته اړتیا لري

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف برید شل کلن شو

پوره ۲۳ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه وروسته له هغه چې طالبانو د اسامه بن لادن امریکا ته د سپارلو ډډه وکړه، د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د طالبانو حکومت لمنځه یووړ او د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم افغانستان ته راغلل.

‏د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل:« د سپټمبر یوولسمې پېښې د عاملینو لمنځه وړلو په موخه یې پر افغانستان برید کړی دی.»

دا پر افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه، چې شل کاله یې دوام وکړ.

د چارو ګڼ شمیر شنونکي په افغان چارواکو نیوکه کوي چې له رامنځته شوي فرصت څخه یې ګټه پورته نه کړه او امریکا مجبوره شوه چې د دوحې تړون له مخې شل کاله وروسته افغان جمهوري نظام ړنګ او واک بیرته طالبانو ته وسپاري.