سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 780

پښتین:«ایران په لبنان او فلسطین کې پر مسلمانانو د ظلمونو خلاف دی؛ خو بلخوا یې بیا سلګونه افغانان شهیدان کړي، چې دا ظلم دی»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو برید غندلی.

منظور پښتین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران باید په افغانانو روان ظلمونه پای ته ورسوي.

ښاغلي پښتین ویلي، چې ټول باید د دې برید په اړه یوه خوله شي او غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران په لبنان او فلسطین کې پر مسلمانانو د ظلمونو خلاف دی، دا ښه خبره ده؛ خو بل خواته یې بیا سلګونه مسلمان افغانان شهیدان کړي، چې دا ظلم دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ ایراني ځواکونو د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې په شاوخوا ۲۰۰ افغان مسافرو باندې برید کړی چې ډېری یې شهیدان شوي.

حال‌وش:ایراني پوله ساتو لسګونه افغانان وژلي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش خبر ورکړی، چې ایراني پوله ساتو په لسګونو هغه افغانان وژلي چې غوښتل یې ایران ته ننوځي.

دغه سازمان د وژل شویو کسانو د جسدونو د ویدیو په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د تېرې یکشنبې په ماښام د کلګان – سراوان په سرحدي سیمه کې وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه کسان د مستقيمو ډزو او RPG ډزو په واسطه په نښه شوي دي.

حال وش د سرچینو له قوله ویلي، چې د مهاجرینو په ډله کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وو چې له دې شمیر څخه یوازې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي پاتې شوي دي.

د ازادۍ په نوم جبهې؛کندز کې د څلورو طالب سرتېرو د وژل ادعا کړې

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې څلور تنه طالب عسکر یې په کندز کې ووژل.

د ازادۍ په نوم جبهې په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د کندز ولایت د مرکز په دروازه کې په طالب عسکرو برید کړی چې څلور تنه یې وژلي او دوه تنه یې تپیان کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نعیم قاسم:اسرائیل سره اوربند تر جګړې غوره دی

0

د حزب الله ډلې مرستیال مشر نعیم قاسم ویلي، چې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار اوربند دی.

هغه ویلي، د دې خبرې هدف یې دا نه دی چې د اسرائیل پر وړاندې د دوی موقف کمزوری دی.

قاسم زیاتوي؛ که اسرائیل اوربند نه غواړي، نو دوی هم جګړې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې بنیامین نتنیاهو ویلي، پر حزب الله ډلې به رحم ونه کړي.

د چارو شنونکی؛جاوېد کوهستانی د طالبانو له بنده ازاد شو

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستانی د طالبانو له بند ازاد شو.

نوموړی شاوخوا شل ورځې د طالبانو په بند کې و.

د نوموړي کورنۍ د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

که څه هم د هغه د نیولو علت معلوم نه و، خو نیونې یې توند غبرګونونه راپارولي وو.

بل لور ته طالب چارواکو تر اوسه د هغه د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

افراسیاب خټک:د شانګهای سازمان د ناستې په څنډه کې د پاکستان او هند د چارواکو لیدنې امکان کم دی

0

اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو د کنفرانس په اړه پښتون سیاستوال افراسیاب خټک لیکلي، چې د دغه کنفرانس په څنډه کې د پاکستان او هند د چارواکو د لیدنو او خبرو اترو امکان کم دی.

نوموړي ویلي، پاکستان د خبرو لپاره دا شرط لري چې د هند هغه پرېکړه بدله شي چې تر خپلې واکمنۍ لاندې کشمېر یې له مرکزي حکومت سره یوځای کړی او له بل لوري هند وايي، چې خبرې باید یوازې له پاکستان څخه هند ته د صادرېدونکي تروریزم د مخنیوي لپاره وي.

هغه د شانګهای کنفرانس لپاره د پاکستان په اسلام اباد کې د پوځ له لوري ځانګړي امنیتي تدابیرو ته په کتو ویلي، چې دا کړنه د پاکستان دننه د ژورې سیاسي ګډوډي ښکاروندي کوي.

برېټانیا؛هغو افغان پوځیانو ته قبولي ورکوي چې پخوا یې غوښتنې رد شوې وې

د برېټانیا حکومت اعلان کړی، چې دوی یو شمېر هغو افغان پوځیانو ته په خپل کور کې پناه ورکړې چې پخوا یې غوښتنې رد شوې وې.

د یاد هېواد د دفاع وزیر لوک پولارډ ویلي، د دوی موندنې ښیي چې یو شمېر افغان ځواکونه له دوی سره اوږه په اوږه جنګېدلي؛ خو غوښتنې رد شوې دي.

د هغه په خبره، د یادو کسانو د قبلولو لړۍ پیل شوې ده.

اسرائیلو؛لبنان کې تازه بریدونه کړي

0

اسرائیلو نن یو وار بیا د لبنان په یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو پر بقاع درې بریدونه کړي او بعلبک ښار کې یې یو روغتون ویشتی دی.

سرچینو د بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیل صدراعظم په خپلوتازه څرګندونو کې ویلي، چې تر دې وروسته به پر حزب الله ډلې هیڅ رحم ونه کړي.

بلوچستان کې؛کان‌کېندونکو کار بندیز اعلان کړی

0

پاکستاني رسنۍ وایي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژل کېدو په غبرګون کاربندیز اعلان کړی.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز په یو راپور کې ویلي، چې د یاد ایالت د ډبرو سکرو کان کېندونکو ویلي، تر هغو به کار ته ستانه نه شي تر څو چې د وژل شویو کان کېندونکو قاتلین نېول شوي نه وي.

دوی دا هم ویلي چې د دوی امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې
تېره اونۍ د بلوچستان په دکۍ سیمه کې پر کان کېندونکو ناپېژاندو وسله‌والو برید کې د اوو افغانانو په ګدون ۲۱ تنه ووژل شول.

د اروپایي ټولنې سفارت:د افغانستان په ثبات کې د نجونو زدکړې ډېرې اړینې دي

افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفارت یو وار بیا د افغانستان په ثبات کې د نجونو د زدکړو رول مهم ګڼلی.

د یاد سفارت شارژدافیر له یو ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې له زدکړو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په ټول هېواد کې د سلو ښوونځیو ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې هم ګڼو هېوادونو د افغانستان ثبات لپاره د نجونو زدکړې مهمې بللې؛ خو تر درې کالو زیاته موده کېږي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.