سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 780

زلمی خلیلزاد؛خیبر کې قامي لویه جرګه ستایلې ده

0

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خيبر پښتونخواه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وروستۍ قومي جرګه ستایلې.

نوموړي پر خپل اېکس ليکلي، چې ښایي د دغې جرګې په اړه د پاکستان غبرګون منفي وي؛ اوس پرې قضاوت کول وختي دي.

نوموړي ليکلي، ياد غورځنګ له اوږدې مبارزې وروسته څو ښې ورځې تجربه کړې.

د یادونې ده چې دغه قامي جرګه ډېری افغان سیاسیونو هم ستایلې ده.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو؛د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په نوي بندیزونو اندېښنه څرګنده کړې

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو د حکومت له لوري په رسنیو د نویو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په رسنیو کې د ساه لرونکو پر تصویر بندیز د بیان د ازادۍ څرګنده سرغړونه او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي د محدودولو لور ته یو بل ګام وباله.

یو شمېر ژورنالیستانو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت غواړي چې خپل دا قانون په تدریج عملي کړي او دا د خبریالانو سره لوی ظلم دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د ساه لرونکو عکسونو باندې بندیز ولګول شو.

اروپایي ټولنې؛پر ایران نوي بندیزونه ولګول

0

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران نوي بندیزونه وضع کړل.

د اروپايي ټولنې بندیزونو کې هغه شرکتونه او کسان په نښه کېږي چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې اروپایي ټولنه په دې ناسته کې د ایران سره د ۱۴ تړلو کسانو او ادارو په شمول پر ایران ایر هوايي شرکت، د نویو بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.

د یادونې ده چې اروپايي ټولنې درې ایراني هوايي شرکتونه، ایران ایر، ماهان ایر، او ساها هوايي شرکت، او له هغو سره دوه تړلي تدارکاتي شرکتونه په خپلو بندیزونو کې شامل کړي دي.

اسرائیلو؛د لبنان په شمال کې ۲۱ تنه وژلي

0

اسرائیلو د لبنان په شمال کې په هوايي برید کې لږترلږه ۲۱ کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

راپورونه وایي، چې د ایتو ښارګوټي کې د اسرائیلو په هوايي برید کې هغه کور په نښه شوی چې بېځایه شویو کډوالو ته په کرایه ورکړل شوی وو.

بل لورته تېره ورځ حزب الله په اسرائیلو باندې توغندیز بریدونه کړي چې لږترلږه څلور اسرائیلي عسکر یې وژلي او تر ۶۰ نور ټپیان دي.

د خیبر تاریخي جرګې پرېکړو ته یوه تحلیلي کتنه.

لیکوال: عبدالغفور لېوال
د خیبر تاریخي جرګه له پیله تر جوړېدو او پایه پورې یوه د عطف داسې کرښه ده، چې د پښتنو ملي مبارزې ته یې نوی تګلوری او لیدلوری وټاکه.
د تاریخ او ټولنپوهنې د تطبیقي کره کتنې تحلیلي میتودولوژي حکم کوي، چې هره تاریخي پېښه باید د هغو مکاني و زماني شرایطو په تول‌پارسنګ (مقیاس و محک) وارزول شي، چې په کې شکل نیسي او بشپړیږي. تحلیلي کتنه دا ده، چې د یوې تاریخي – ټولنیزه پېښې په اړه دغو پوښتنو ته ځواب ولټول شي، چې ولې رامنځته شوه؟ او څنګه به پراختیا مومي؟
موږ به د خیبر  د تاریخي جرګې پرېکړو ته له همدې اړخه وګورو. د خیبر تاریخي جرګې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۳ م ماښام خپلې پرېکړې اعلان کړې. په پرېکړو کې د ځینو سیمه‌يیزو ستونزو ترڅنګ څو مهمو ملي او تاریخي پوښتنو او مسئلو ته هم د حل و پرانیستو ژمنه اعلان شوې ده، چې په خپل ډول کې يې لومړنۍ ملي پرېکړې
ګڼلای شو.

لومړی باید د دغې جرګې صلاحیتونه وپېژنو. جرګه او لویه جرګه له تاریخي پلوه د افغانانو د ټولنیز ژوند و ژواک د مسایلو او لویو سیاسي پرېکړو تر ټولو ستره او ځواکمنه ملي مؤسسه ده، چې دلته یې له تاریخي و حقوقي پېژاند څخه تېريږو، یوازې د هوتکي ملي پاڅون، احمدشاهي سترې جرګې او په شلمه پېړۍ کې د نړیوالو جګړو پر مهال تاریخي پرېکړې د یادولو وړ دي. افغانستان ته د موډېرنو اساسي قوانینو د تصویب تقنیني صلاحیت یې هم یوه بله بېلګه ګڼلای شو.
د لویو جرګو دوه ځانګړنې پاموړ دي، اول تر ملي واکمنیو (حکومت – دولت) څخه هم ځواکمنې دي او که ملي واکمني وي هم، د ملت د لویې جرګې د یوه ګډونوال حکمي شخصیت په توګه به یوازې یو غړی وي، نه د پرېکړو او اوامرو مرجع.
بله یې دا چې که ملي واکمني نه وي، نو جرګه په خپله د پرېکړو تر ټولو ستره او ټولواکه مرجع ده.

د دې پېژاند له مخې د خیبر جرګه د خپل کمیت و کیفیت له نظره – په تېره بیا داسې مهال چې ټوله افغان جغرافیا د یوې مشروع ملي واکمنۍ له لرلو بېبرخې ده – تر ټولو ستره باصلاحیته جرګه یې بللای شو.

د خیبر د جرګې بله ځانګړنه دا وه، چې رابلونکي، جوړوونکي او ګډونوال ټول یې افغان ولسونه وو. دا نه کوم حکومت راغوښتې وه او نه هم کومې ځانګړې قبیلې، قوم یا سیاسي ګوند. بله ځانګړنه یې دا وه، چې د افغاني ټبرونو بشپړه استازولي یې لرله.

د لویو پرېکړو په برخه کې ځکه تاریخي وه، چې هیڅکله په دې کمیت و کیفیت یوې ملي – ولسي جرګې په یوه خوله داسې پرېکړې د نړیوالو غوږونو ته رسولې نه وې.

• ښايي په تاریخ کې له کمي، کیفي او ماهیوي پلوه دا لومړني لویه ملي جرګه وه، چې په واز کومي یې اعلان وکړ، چې لوی افغان ملت د ډیورند کرغېړنه کرښه په رسمیت نه پېژني او د دوی له نظره دا کرښه هېڅراز مشروعیت نه لري. دې پرېکړې په ډیرو هغو اورنیو ملي‌ضد دریځونو یخې اوبه واړولې، چې ویل به یې: په نیمګړي افغانستان کې واکمنۍ او ملتپال چیغې وهي، چې ډیورند نه منو او تر ډیورند هاغاړه پښتانه ګواکې دا کرښه د رسمي پولې په توګه پېژني. دې جرګې په خپل ټول عظمت دغه مغرضه ګونګوسه غلطه ثابته کړه او په واضح توګه یې وویل چې ټول ملت له الف تر یا پورې دا کرښه نه مني او د له منځه وړلو لپاره یې له ولسي میکانیزمونو د ګټې اخیستنې لپاره عملي لارې چارې رامنځته کوي.

• د پاکیستان له رامنځته کېدو راهیسې تر ډیورند هاغاړه ټول پښتانه له دولتي ترهګرۍ سره مخامخ وو. دا کوشنۍ ادعا نه ده.  دولتي ترهګري هغه وخت په نړیواله ترهګري بدله شوه، چې د سړي جګړې پرمهال د نړۍ ټول افراطي او بنسټپال وسلوال ځواکونه د دوی پر خاوره ځای پرځای شول او پښتانه هره ورځ د دغو نیابتي پنجابي، عربو، منځنۍ اسیا، چین و چیچین ترهګرو د شتون او جګړو قرباني کېدل.  پاکیستاني پوځ چې دغه ډلې یې دلته راوستې وې او نورې سیمه‌ييزې ترهګرې ډلې یې هم پخپله راپنځولې وې، په دې پلمه چې دغه ډلې د پاکیستان امنیت ګواښي د پښتنو سیمې ته یې لښکرونه راایستل او پښتانه یې وژل. په دې توګه دغه دولتي او نړیواله ترهګرې په خرپ روانه وه. پښتنو د دې ترهګرۍ په وړاندې هېڅ ویلای نه شو، ځکه له دغو ایډیولوژیکو ډلو سره د تودې وسلې ترڅنګ د (تکفیر) خطرناکه وسله هم وه. په دې توګه دغې جرګې د لومړي ځل لپاره دغه اختاپوتي اووه سرې بلا نړۍ ته وروپېژندله او د هغې د طلسم ماتولو په پار یې دغه جرګه راوغوښته.

جرګې پرېکړه وکړه، چې د ترهګرۍ د وجودي منطق کړۍ ماته کړي او د چرګې و هګۍ تروریستي معما پای ته ورسوي. تر دې وروسته به پوځ پښتانه په دې نامه وژلای نه شي، چې ګواکې دلته ترهګرې ډلې شته او ترهګرې ډلې به دلته پښتانه په دې نامه وژلای نه‌شي، چې په دې سیمه کې ولې د پاکیستان پوځ له دوی سره جنګیږي؟

جرګې پرېکړه وکړه، چې په شپېتو ورځو کې به دواړه وژونکي اړخونه (پوځ و د هغوی په لاس جوړ شوي ترهګر) دواړه د پښتنو له خاورې څخه وځي. لاړ دې شي او بل ځای دې یوبل سره معلومه کړي. دا پرېکړه هغې مهمې پوښتنې ته ځواب دی، چې ترهګر او پوځ ولې یوازې د پښتنو په سیمه کې یو له بل سره جنګیږي؟  ولې په پنجاب و سند و نورو سیمو کې کراري ده؟

• تر ډیورند کرغېړنې کرښې راایستلو او په تېره بیا د پاکیستان له جوړېدو روسته له پښتنو سره یو لوی ظلم دا کېده، چې له دوی سره د روان ظلم په وړاندې د عدالت تأمینولو افغاني مرجع نه وه. پنجاب هم پښتانه وژل او هم پرې حاکم ول.

حکومتي ادارې، محاکم، پوځ و پولیس ټول پنجابي یا پنجابي جوړ او پنجابي خصلته وو. د انګریزي- پنجابي قانون پربنسټ ټاکل کېدل. د دغه پردي واک زور دومره ډېر و، چې تش په نامه ملتپال ګوندونه یې هم مسخ کړي وو. تاریخي تجربو ښووله، چې پښتانه به تر هربل وخت هغه مهال ډېر په تکلیف وو، چې کوم ملتپال ګوند به یې په سیمه کې بېواکه واکمنۍ ته ورسېده. ځکه د ټول پاکیستان په تېره بیا د پښتنو لپاره د واک اصلي مرجع پنجابي پوځ او استخبارات وو او ملتپالو ګوندونو به هم له خپلې بېواکۍ او پوځي دیکتاتورۍ څخه سرټکاوه. په حقیقت کې پر پښتونخوا پنجابي پوځ و استخباراتو واک چلاوه او د دوی هرڅه یې لوټل.  دې جرګې په تېرو یوسلو څو کلونو کې لومړی ځل پرېکړه وکړه، چې د پاکیستاني پوځ و څارګرو دغې دیکتاتورۍ ته به د پای ټکی ږدي.

جرګې خپله محکمه، خپل عدالت، خپل ملي لښکر او خپلو ستونزو ته د رسیدو خپل ملي موسسات رسماً معرفي کړل. جرګې وویل، چې دوی به ۲۴۰۰۰۰ کسیز ملي لښکر جوړوی او همدا لښکر به دوی ساتي، دلته نور نو د دوی د امنیت ساتنې په پلمه د دوی وژونکي پوځیانو ته اړتیا نشته. د جرګې تر ټولو مهمه، تاریخي او ستراتيژيکه پرېکړه د دغه ملي لښکر د جوړېدو اعلان و. په دې توګه له دغه ولسي لښکر سره نه پوځ او نه هم پاکیستانۍ یا نړیوالې ترهګرې ډلې مخامخېدلای شي.

دا پرېکړه د پښتونخوا د سیاسي خپلواکۍ په لور د راخوځېدو د پیل تر ټولو ستر اعلان دی. که پښتانه دغه پوځ جوړ کړي هماغه ورځ به د پښتونخوا د خپلواکۍ لومړۍ ورځ وي.

• مهم بل ګام د پښتنو د اقتصادي سرچینو برخلیک ټاکل و. جرګې وویل: د پښتنو سرچینې دپښتنو دي او تر نن روسته به یې وړیا غیر پښتنو ته د وربهېدا او لوټ تالان مخه نیسي.  جرګه په دې پوهېده، چې سیاسي خپلواکي له اقتصادي خپلواکۍ څخه راپیلیږي. او که تاسو غواړئ په خپلواکه توګه  د پرېکړې یو اړخ اوسئ، نو باید خپل زبېښونکي ته ووایاست، چې بس!!!

نور نو د وړیا دسترخوان زمانه پای ته رسېدلې ده! څه راکوې، چې څه درکړم؟
جرګې په لوی سر کې د ټولو افغانانو امنیت او بدامني یو له بل سره وتړل او په زغرده یې څرګنده کړه، چې په پښتونخوا کې د بدامنۍ جوړېدل د ټول افغانستان لپاره یوه دسیسه ده. د دې جرګې روحِ روان له بهر د راتپل شوي افراطیت د کمپلې ورټولېدل او افغانان خپلو طبیعي، دودیزو، تاریخي او حقوقي دود دستور ته ورستنول و، چې په ګڼو دلایلو یې یوې مدني او موډېرنې ټولنې ته د حرکت لومړنی بستر او تمځای هم ګڼلای شو.  په دې توګه جرګې وښووله،  هغه څه چې ترهګر یې د پښتني – افغاني فرهنګ په نامه نړۍ ته ورښيي، په حقیقت کې له افغان فرهنګ سره هېڅ تړاو نه‌لری.

جرګې وویل:
تر دې روسته د هېڅ وژل شوي پلار یا ورور په بدو کې کومه معصومه خور یا لور ودېدلای نه شي. جرګه د دغې ټولنیزې ربړې ژورو جرړو ته وررسېدلې ده. انګریز و پاکیستاني استخباراتو له دې لارې د پښتنو د ملاتیر مات کړی و، قبیلوي شخړې یې راپنځولې وې او کور په کور یې د بدیو او دوښمنیو جال خپور کړی و.
د جرګې یوه مهمه پرېکړه دا وه، چې پنجابي پوځ و استخبارات دې دلته په کور کې کورکي نه جوړوي او قبیلې و قومونه دې یو له بل سره په بدیو نه اړوي. د جرګې دې پرېکړې وښووله، چې ایله پښتانه دې پایلې ته رسېدلي دي، چې له انګریز څخه په میراث راپاتې ښکېلاکي میتود « بېل یې کړه، ښکېل یې کړه او اېل یې کړه!» یا Divide and Rule  پالیسي د پاکیستان له خوا هوبه‌هو پر مخ ځي.

جرګې په څرګنده وویل، چې پر موږ د پاکیستاني پوځ د واک چلولو یو لامل د پښتنو خپلمنځي اختلافات جوړول دي، د خیبر جرګې د دغو اختلافاتو د حل لپاره یې ځانګړې جرګه وټاکله، چې تر دې روسته به ټول اختلافات حل کوي او پښتانه به په ریښتیني او عملي توګه بشپړ یووالي ته رسوي. د دې اختلافاتو یوه بېلګه د شیعه او سُني پښتنو تر منځ له بهر راتپل شوې شخړه ده، چې ښايي له دې جرګې څخه را پنځېدلې ځانګړې جرګه به هم پیل له دې څخه کوي او اول به کورمې ته ځي.

په اجرائیوی برخه کې
جرګې یوازې پرېکړې اعلان نه کړې، بلکې د مهمو او تاریخي پرېکړو د اجرائیوي ضمانت او عمل لپاره یې اړونده مراجع ا هم اعلان کړې. یوه اتیا کسیزه کومېټه، د اختلافاتو د حل جرګه او تر ټولو مهم دوه سوه او څلویښت زره کسیز ملي لښکر.  هره پرېکړه له ځان سره اجرائیوي قاعده لري، چې که یې څوک عملي کېدو ته نه‌پرېږدي، نو څوک به په څومره وخت کې څه کوي؟
  د پښتنو سیاسي ګوندونه، پخپله پښتونژغورنې غورځنګ، ولایتي اداره او نور یې د پرېکړو په عملي کولو کې راګډ کړل، پیل به د سیاسي زندانیانو ( په ځانګړې توګه علي وزیر او د پښتونژغورنې غورځنګ نور غړي) له راخلاصولو کیږي.
جرګې په ځانګړي سیاسي مهارت د پښتنو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي خپلواکۍ لپاره لاره خلاصه کړه. له اجرائیوي اړخه یې بله بریا دا وه، چې ټول ولس او د جرګې هرګډونوال د یوې پرګنې په استازولۍ ځانونه په کې د هراړخیز صلاحیت او مسئولیت لرونکي وګڼل.

هېڅ پرېکړه یې د دوښمنو کومې بېروکراتیکې ادارې ته سپارلې نه ده، بلکې هرڅه به ولس کوي او په دې توګه یې عملاً د یوه ژوندي، شعوري او باارادې ملت په توګه د پرېکړو د عملي کولو ژمنه په غاړه واخیسته.

د جرګې ګڼې استعاري بریاوې هم وې.
ترهرڅه وړاندې د دومره پښتنو وګړیو (ښځو او نرو) ، مشرانو، سیاسي ګوندونو او مدني و فرهنګي بنسټونو راټولول په داسې تاریخي زمانه کې د معجزې تر بریده د حیرانتیا وړ کار دی. دویم د دغو لسګونو زره خلکو سره په یوه خوله کول او بیا د داسې جرئتمندو پرېکړو اعلان او د عملي کولو داسې کلک هوډ، دا ټول د کرښو ترشاه هغه حقایق دي، چې لیکل شوي یا ویل شوي نه دي، خو پوهېدل یې د هر دراک انسان په وس پوره دي.

او تر ټولو مهمه ژمنه خو دا وه، چې د پښتونژغورنې مشر منظور پښتین په ډېره زړورتیا وویل:
« … دا یو مزل دی، چې نوی پیل شوی او ان شاءالله چې هغه منزل ته به رسیږي، چې ستاسو ټولو په زړونو کې دی!»
یعنې ولس راویښ شوی، ژمن دی او ځان به بشپړې خپلواکۍ او ملي – افغاني واکمنۍ ته رسوي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ضیاالحق امرخېل:جرګه کې د افغان نجونو د تعلیم غږ پورته کولو وښوده چې جرګه‌وال د ټول افغان ولس درد خپل درد ګڼي

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل د پښتون قومي جرګه یوه بریالی او د خلکو راټولېدنه یې پکې بې سارې بللې.

هغه ویلي، د ځایي خلکو لخوا د جرګې د بې شمیره ګډونوالو کوربتوب، هم د پوره ستاینې وړ دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د جرګې پرېکړې منطقي او د ولسونو اصلي غوښتنې وې.

ښاغلي امرخیل ویلي، جرګه کې د افغان نجونو د تعلیم غږ پورته کولو وښوده چې جرګه وال د ټول افغان ولس درد خپل درد ګڼي او هیله یې څرګنده کړې چې د دومره ډیرو خلکو لخوا په اخلاص راپورته شوی دا غږ واوریدل شي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت:په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې د ساه لرونکو پر عکس اخېستلو بندیز ولګېږي

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت وايي، په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې د ژوندیو شیانو پر تصویر بندیز ولګوي.

د یاد وزارت ویاند سیف خیبر ویلي، د ژوندیو شیانو تصویرونه په اسلام کې منع او دا د شرعیت خلاف کار دی.

د هغه په خبره، اوس مهال یوازې په یو شمېر ولایتونو کې پر رسنیو بندیز دی، چې د ژوندیو شیانو تصویرونه به نه اخلي او د وخت په تېرېدو سره به ټولو ولایتونو کې دا چاره عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې راغلي وو، چې د ژوندیو یا روح لرونکو شیانو انځورونه اخیستل د اسلام خلاف عمل دی او باید ډډه ترې وشي.

زکیم خان:جرګه بریالۍ وه او پرېکړې به یې هم عملي کېږي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او اطلاعاتو څانګي غړي زکیم خان وزیر ویلي، چې د خیبر په جرګه کې مهمې پرېکړې شوې او د عملي کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

هغه ویلي، له کلونو وروسته افغانان د خپل قام او ښه راتلونکي لپاره پر یو سټیج راټول شوي دي.

نوموړي جرګه بریالۍ بللې او له خلکو یې غوښتي چې همدغه ډول په یووالي مخ ته لاړ شي.

تر یوولس کاله ځنډ وروسته؛د چین لومړی وزیر پاکستان ته ولاړ

0

پاکستان ته د شانګهای سازمان غړو هېوادونو استازي تللي دي.

په دغو کسانو کې د چین لومړی وزیر هم دی، چې تر یوولس کاله وروسته پاکستان ته سفر کوي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او هلته یې واک پوځ ته ورکړی.

بل لورته د طالبانو حکومت ته په دغه سازمان کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

بنو کې؛د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

0

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی.

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې دغه برید لاهم روان دی.

تر اوسه په یاد برید کې د درې پولیسو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي.

د پولیسو چارواکي وايي چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.